توماس نېکلاسن افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن په افغانستان کې بشري او د بشري حقونو وضعیت او د ترهګرو ډلو مخ په زیاتیدونکی ګواښ د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه نن په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې، په افغانستان کې سوله او ثبات دې ته اړتیا لري چې باوري او پراخ ملي ډیالوګ ترسره ترڅو قانوني نظم او داسې یو پراخ سیاسي سیسټم رامنځته شي چې د خلکو استازیتوب وکړي.

نېکلاسن همدارنګه ویلي، دې ته په پام چې په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بند شوی یا یې فعالیت درول شوی او لږ خبریالان او ډیپلوماټان له دې هېواده راپورونه ورکوي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکونکي، یوناما او د نورو لورو پر حقایقو ولاړ د بشري حقونو پر وضعیت څارنه ډېره مهمه ده.

او

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یو‌‌ان‌ایچ‌سي‌ار او بشري مرستندویه شریکانو یې د افغان کډوالو د ستونزو په وړاندې د غبرګون پلان عملي کول پیل کړي دي.

یوان‌ایچ‌سي‌ار په خپله وېبپاڼه کې ویلي چې، د دغه پلان له‌مخې د افغان کډوالو په ګډون د ۵،۲ ملیون افغانانو او په سیمه کې د هغو هېوادونو چې د ۲،۷ ملیون افغانانو کوربه‌توب کوي، ملاتړ کېږي.

د ۲۰۲۳ کال د افغانستان د وضعیت لپاره د سیمه‌يیزو کډوالو غبرګون پلان په پنځو ګاونډیو هېوادونو، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۶۱۳ ملیون ډالرو غوښتنه کوي.

یوان‌ایچ‌سي‌ار ویلي چې، دا هېوادونه د شاوخوا ۸،۲ ملیون افغانانو کوربه‌توب کوي چې، له ۲ ملیونو څخه زیات یې راجستر شوي کډوال دي.

ویل شوي چې ډېری دغه کډوال د لسیزو راهیسې په سیمه په تېره بیا اکثره یې په ایران او پاکستان کې اوسي.

منبع

2 Comments on "توماس نېکلاسن افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې"

  1. https://mohmmadmoslimmohmmadslim.websites.co.inزمونږ لپاره هرڅه اسانه کار دی چی کله زمونږ اقتصادي مشکلات حل شی مونږ هغه وخت هرڅه لاس ته راوړو اوهرځاي ته اوهرهیواد سفر کولاي شو خوچی کله زمونږ اقتصاد ضعیف وي بیا ترخپل کوره هم نشو وتلاي مونږ مرسته هغه وخت غواړو دخپلو ملګرو او هغه هیوادونو څخه چی ترڅو زماسره پرڅنګ ودريږي اومونږ وخپل هدفونو ته وره سیږو زه نن ورځ داقتصادي مشکل سره مخامخ یم نوزه نشم کولاي چی یو نیژدی هوټل اونیژدی ملګری ته ورشم اوله هغه سره خبری وکړم زه غواړم چی تاسو زما ومالی مشکلاتوته ډیر ژر پاملرنه وکړي دابه ستاسو زما سره زياته مينه اوهمکاري وی اویاهم تاسو کولاي شي چې مادر وغواړي وخپل هیوادونو ته زه دومره پیسې نلرم چې دځینو مالياتو ماليه جمع کړم اویاهم دځینو مالونو کرایه ورکړم اونه هم دسپارلي موټر لرم

  2. زه نړیوال ملاتړ جلبولو ته اړتيا لرم زمونږ قانون دوګړو اذاد ژوند او دښځو دتعليم او دماشومانو اوعامو خلکوته دښه ژوند اوروزلو لپاره دملاتړ لپاره دی دښه اوپياوړی اوپه نوي ټکنالوژۍ سمبال اقتصاد دی اويوازی دافغانانو لپاره نه بلکې په ټوله نړی غواړم یو متحد حکومت اعلان کړي زمونږ ټول اتفاق دټولو هیوادونو داتباع وو دیو اوبل سره دميني او نيکمرغي اتحاد دی جنګونه یواځی تباهي او بربادي رامینځ ته کوي جنګونه دمزهبونو ترمینځ اتفاق له منځه وړي جنګونه دانسانانو زهنونه زیان من کوی جنګونه دانسانانو ترمينځ مینه لویوالی له مينځه وړی دطالبانو دحکومت ملاتړ دبشري حقونو دخپلواکیو پرزید ملاتړ دی زه ږغ پرنړیواله ټولنه کوم کتاسو دطالبانو دحکومت ملاتړ وکړی دا ستاسو تیروتنه ده اوتل!په خپله ظالمان یاست لکه طالبانو غوندی نوبیاستاسو اوهغه ظالمانو ترمینځ فرق هم نشو کولاي راشي چی زه ستاسو سره مستقیم ډول خبرې وکړم هو زه مالي مرستې ته اړتیا لرم اوتاسو ماخپلو هيوادونو ته غوښتلاي شي مننه

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*