
اسلامي امارت: جاپان او اسټرالیا کې د کونسلي خدمتونو برابرولو هڅې روانې دي
په جاپان او اسټرالیا کې د افغانستان د سفارتونو د فعالیت له ځنډ څو میاشتې تېرې شوې، خو تر اوسه یې برخلیک نه دی روښانه شوی.
اسلامي امارت وایي، د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې په دغو هېوادونو کې افغانانو ته کونسلي خدمات برابر کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د ځینو هېوادونو پالیسۍ په دې برخه کې د پرمختګ مخه نیسي.
هغه ویلي: «اسلامي امارت پرلهپسې هڅې کړې چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمتونه برابر کړي. موږ په دې برخه کې خپلې هڅې کړې دي، خو دا موضوع د کوربه هېوادونو له سیاستونو، ذهني چمتووالي او قانوني بهیرونو سره تړاو لري چې همدا د خنډ لامل شوي دي. تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی، موږ پرې اندېښمن یو او د بهرنیو چارو وزارت خپلې وروستۍ هڅې کوي، څو هغوی ته کونسلي خدمتونه برابر شي.»
یو شمېر پخواني ډیپلوماتان ټینګار کوي چې په اسټرالیا او جاپان کې د سفارتونو د فعالیت درېدلو د دغو هېوادونو مېشتو افغانانو ته جدي ستونزې جوړې کړې دي.
د دوی په وینا، د پاسپورټونو صادرول، تمدید او بدلول، د زیږون، واده او طلاق ثبت، د سوداګریزو اسنادو چارې، له نیول شویو افغانانو سره مرسته، د حقوقي سلا مشورو وړاندې کول، د تحصیلي اسنادو تایید او بهرنیو وګړو ته د ویزو صادرول له ستونزو سره مخ شوي دي.
پخواني ډیپلومات غوث جانباز وویل: «کونسلي دفترونه د خپلو هېوادوالو د حقونو او ګټو د ساتنې لپاره فعالیت کوي، خو دا کار د کوربه هېواد په همکارۍ ترسره کېږي. د دې لپاره چې دغه اړیکې د دوو نړیوالو کنوانسیونونو په چوکاټ کې اغېزمنې وي، دواړه هېوادونه باید یو بل په رسمیت وپېژني.»
بل پخواني ډیپلومات عزیز معارج وویل: «د کونسلي دفترونو نشتوالی نه یوازې سیاسي اړیکې زیانمنوي، بلکې د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ او د کډوالو د ستونزو پر حل هم منفي اغېز کوي. په اسټرالیا او جاپان کې ډېر افغان کډوال ژوند کوي، نو که هلته قونسلي دفترونه فعال شي، د هغوی لپاره به ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.»
تر دې وړاندې، په اسټرالیا او جاپان کې د افغانستان د پخواني حکومت سفارتونو د خپلو فعالیتونو د بشپړ درېدو خبر ورکړی وو.
اسلامي امارت بیا په لوېدیځ هېوادونو کې د ۱۴ افغان استازولیو، چې لندن، پاریس، برلین، ویانا او کاناډا هم پکې شامل دي، د کابل له حکومت سره د نه همغږۍ له امله صادر شوي اسناد بې باوره اعلان کړل.
د دې پرېکړې له مخې، د دغو استازولیو له خوا صادر شویو اسنادو خپل قانوني اعتبار له لاسه ورکړ
لومړی نظر وکړئ on "اسلامي امارت: جاپان او اسټرالیا کې د کونسلي خدمتونو برابرولو هڅې روانې دي"