د خېبرپښتونخوا په کوهستان کې یوه بله پېغله جينۍ د غېرت په نوم وژل شوې

جينۍ

پوليس وايي، د وژل شوې جينۍ بله ملګرې يې ژغورلې ده. د پوليس رپورټ ترمخه د وژل شوې جينۍ د يو هلک سره يو ځای عکسونه په ټولنيزو رسنيو خپاره شوي او په دغه تور یې کورنۍ بيا د غېرت په نوم وژلې ده.

د پوليس مقدمې ترمخه دا پېښه په 24نومبر شوې ده.

په کال 2011م کې د کوهستان یوه ویډیو مخې ته راغلې د یو واده په دستوره کې دوه هلکان ګډیږي او ورته ناستې پینځه جينکۍ او ښځې لاسونه پړقوي. دغه ویډیو د افضل کوهستاني په نوم يو ځوان خپره کړې وه او ادعا يې کړې وه چې په ويډيو کې ليدل کېدونکې پينځه جينکۍ د يوې جرګې د پرېکړې وروسته وژل شوې وې.

وروسته ویل شوي وو، په ویډیو کې ښودل شوې پينځه جینکۍ او دوه هلکان وژل شوي، د دغو هلکانو دوه نور ورونه هم د دغه قضیې په سر وژل شوي وو.

افضل کوهستاني هم د کال 2019م د مارچ په میاشت کې په اېبټ اباد ښار کې د دغه قضیې اوریدنې وروسته په ډزو وژل شوی وو.

د تازه پېښې په اړه پوليس رپورټ کې ویل شوي، “د کوهستان د پالس تاڼې په حدودو کې ريما بي بي وروسته له هغې وژل شوې چې د يو هلک سره ګډ عکسونه یې په ټولنيزو رسنيو خپاره شوې، بيا د جينۍ پلار او تره یې په هغې په تماچه ډزې کړي او د غېرت په نوم یې وژلې ده”.

د کولۍ پالس يو پوليس چارواکي (اېس ډي پي او) مسعود خان وي او اې ډیوه ته ویلي، “د وژل شوې جينۍ سره بله جینۍ هم وه خو هغه بچ کړی شوې، عدالت ته وړاندې شوې او جج بيا د جينۍ په خوښه هغه خپلې کورنۍ ته سپارلې ده”.

نوموړي ویلي، د پوليس ابتدايي پلټنو کې معلومه شوې چې جينۍ د کورنۍ د جرګې وروسته وژل شوې، او علت یې هم په ټولنیزو رسنيو عکسونه خپرېدل وو.

هغه وویل، د پوليس په مدعيت کې د پېښې مقدمه درج کړی شوې او پلټنې پېل کړی شوي دي خو په پېښه کې تورن ککړ کسان نه دي نيول شوي.

د ښځو د حقونو فرزانه باري وايي، “که چرته د کوهستان د پينځو جينکو د وژنې په پېښه کې ککړ کسان نيول شوی او هغو ته سمه سزا ورکړی شوی وی داسې پېښې به نورې نه کېدې”.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغې وویل، “افسوس دا دی چې په هغه قضیه کې نیول شوي کسان بري شوي او دا هغه ډاډ دی چې اوس بيا د جرګې د لارې جينۍ ووژل شوه”.

د خېبرپښتونخوا نګران وزیراعلا جسټس (ر) سيد ارشد حسېن شاه په کوهستان کې د جرګې په وينا د جينۍ د مبينه وژنې نوټس اخستی، چارواکو ته یې د پېښې د پلټنو دپاره د ګامونو اخستو لارښوونه کړې ده.

https://www.facebook.com/plugins/post.php?href=https%3A%2F%2Fwww.facebook.com%2FinfoKPGovt%2Fposts%2Fpfbid0M2VZCjJVaaKdFFyucxggEe4FFt6EFUVqb6cqzCAVGzvjEYjmuGBop7cJkvMjQqAbl&show_text=true&width=500

نوموړي “پولیس چارواکو ته امر کړی په دغه مجرمانه عمل کې ککړ ټول کسان دې ونيول شي. چاته هم د قانون په لاس کې اخستو اجازت نشته، د وژل شوې جينۍ د خوندي کولو دپاره دې ضروري اقدامات يقیني کړی شي”.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د خېبرپښتونخوا په کوهستان کې یوه بله پېغله جينۍ د غېرت په نوم وژل شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*