حامد کرزی د مارچ اتمې پیغام کې: طالبان دې نوی تعلیمي کال نجونو ته د زدکړو اجازه ور کړي

پخوانی افغان ولسمشر د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې له طالبانو غواړي چې نوی ښوونیز کال نجونو ته د ښوونځي او پوهنتوني زدکړو اجازه ور کړي.

حامد کرزی نن د مارچ د اتم په مناسبت زیاتوي، چې د ټولنې د پرمختګ او د نوي نسل د روزنې لپاره د ښځو زدکړې عمومي او مهم ضرورت دی.

د ښاغلي کرزي په خبره، افغان مېرمنو په ټولو برخو په تېره د ازادۍ مبارزو کې له سړیو سره اوږه په اوږه مهم رول لوبولی او ټولنه کې یې د مسوولو غړو په توګه ځان ثابت کړی دی.

حامد کرزی وايي، د افغانستان راتلونکی هم د ښځو او سړیو له پیوستون سره تړلی دی او د افغانستان د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره د ښځو زدکړو او کار ته باید پام وشي او زمنیه ورته برابره شي.

حامد کرزی د خپل پیغام اخر کې ښځو ته د دوی د نړیوالې ورځې پر مبارکۍ سربېره له طالبانو غواړي چې نوی ښوونیز کال نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیځي.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ پر ۱۵ طالبانو په واکمنېدو پسې د نجونو له شپږم ټولګې پر پورته زدکړو بندیز ولګاوه او تېر کال یې هم د دوی پوهنتوني زدکړې بندې کړې.

که څه هم دا ډله وايي چې د نجونو د زدکړو او تعلیمي نصاب لپاره طرحه جوړوي خو له دوه نیمو کلونو تېرېدو سره هم د دې طرحې څرک نشته.

په افغانستان کې ښوونیز کال پسرلی یا د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ پرانیستل کېږي، خو لا هم داسې نښې نشته چې وښيي طالبان به نجونو ته د زدکړو اجازه ور کړي.

طالبانو له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې پر ښځو ډول ډول بندیزونه لګوي او له امله یې مېرمنې له ټولنیز ژوند څنډې ته کړل شوې دي.

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې ویلي:«د افغان ښځو او نجونو لپاره فضا په چټکۍ سره د تنګېدو په حال کې ده چې له جګړې،بې‌وزلۍ او انزوا څخه د افغانستان د وتلو چاره ستونزمنوي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر یا یوناما مشرې هم پر افغان مېرمنو اوسني بندیزونه د تلپاتې سولې او پرمختګ په مخ کې خنډ بللي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "حامد کرزی د مارچ اتمې پیغام کې: طالبان دې نوی تعلیمي کال نجونو ته د زدکړو اجازه ور کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*