
حیرتان کې د خصوصي سکټور له لوري د بار وړونکو موټرو لپاره ترمینل جوړیږي
د بلخ په حیرتان بندر کې د څه باندې ۸۵۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د بار وړونکو موټرو د یوه معیاري ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې.
مسوولین دا پروژه د هېواد په شمال کې د اقتصادي زیربناو د پراختیا او د سوداګریز ټرانسپورټي بهیر د اسانتیا لپاره یو مهم ګام بولي.
دا ترمینل د خصوصي سکټور له لوري پر ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي او تر راتلونکو دوو کلونو به یې چارې بشپړې شي.
د قراردادي شرکت مسوول، سیفالرحیم شیرزاد و ویل: «حیرتان کې د باروړونکو موټرو ترمینل پر زر جریبه ځمکه جوړیږي. د دې پروژې لګښت ۸۵۰ میلیونه افغانۍ دی او ټاکل شوې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین وایي، په هېواد کې د ټرانسپورټي زیربناو د پراختیا بهیر دوام لري او دغه وزارت به د خپلو پراختیایي پروګرامونو په چوکاټ کې په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه نورې پروژې هم پلي کړي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال، عبدالسلام حیدري و ویل: «موږ په هېواد کې د ټرانسپورټي او ټرانزیټي زیربناو پراختیا ته ژمن یو او هغه پروژې پلي کوو چې د خلکو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او د هېواد اقتصادي بنسټونه پیاوړي کړي. د دې ترمینل جوړول هم له همدې پروژو دي.»
د دغه وزارت د پلان جوړونې او زیربناو د پراختیا عمومي رییس، رستم حفیظ یار و ویل: «اوس مهال د څلور میلیارده افغانیو په ارزښت پراختیايي پروژې تر کار لاندې دي او سږ کال وزارت ته د دوو میلیارده افغانیو پراختیايي بودیجه هم منظور شوې ده. دغه راز د څه باندې یوولس میلیارده افغانیو لګښت د خصوصي سکټور له لوري ورکول کیږي.»
د بلخ سیمهییز مسوولین وایي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې شي، د ښار ګڼه ګوڼه به کمه شي او له ګاونډیو هېوادونو سره به د سوداګرۍ د پراختیا لپاره زمینه برابره شي.
د بلخ د والي مرستیال، نورالهادي ابو ادریس و ویل: «ډېر خوښ یو چې په حیرتان کې داسې پرمختللې پروژه پیلیږي او ټولو موټرچلوونکو او سوداګرو ته به اسانتیاوې برابرې کړي.»
د بلخ د بار وړونکو موټرو د ټولنې رییس، ارباب رجب و ویل: «موټرچلوونکي په ژمي او اوړي کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي. د دې معیاري ترمینل په جوړېدو سره به د بادونو، توپانونو، لمر او باران له پلوه ورته اسانتیاوې برابرې شي.»
دغه پروژه کې به د اداري ودانیو جوړول، د ۳۰ کیلومتره سړک کریړ کول، ترمیم ځایونه، رستورانت، هوټل، معیاري تمځایونه، د توکو د بارولو او خالي کولو ساحې، خدماتي زیربناوې او د اړتیا وړ نورې اسانتیاوې هم شاملې وي.
لومړی نظر وکړئ on "حیرتان کې د خصوصي سکټور له لوري د بار وړونکو موټرو لپاره ترمینل جوړیږي"