خلیلزاد: ایران د پناه ورکولو له لارې له القاعدې څخه ګټه اخلي 

خلیلزاد: ایران د پناه ورکولو له لارې له القاعدې څخه ګټه اخلي 
خلیلزاد: ایران د پناه ورکولو له لارې له القاعدې څخه ګټه اخلي 

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امکان لري چې د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک د القاعده ترهګرې شبکې له نوي مشر سره معامله کړې وي.

دغه پخواني امریکايي دپلومات په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «سیف العدل چې په ایران کې میشت دی د القاعدې مشر شوی دی. په ډیر احتمال چې د سیف او د ایران د قدس ځواک ترمنځ یوه معامله شوې وي: د ایران د پناه ورکولو او ملاتړ په بدل کې القاعده د رژیم د مخالفانو په نښه کولو سره به یې ناپاکه فعالیتونه ترسره کوي.»

د امریکا متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۵ مه (۲۶ عقرب) تائید کړه چې د القاعدې نوی مشر سیف العدل په ایران کې میشت دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ند پرایس په ایران کې د العدل د شتون په اړه خبریالانو ته وویل: «القاعدې ته د امن ځای برابرول د ایران له خوا له ترهګرۍ او په منځني ختیځ او له هغه اخوا کې د دغه هیواد د بې ثباته کوونکو فعالیتونو د پراخ ملاتړ یوه بله بیلګه ده.”

تر دې مخکې د ملګروملتونو کارپوهانو د فبرورۍ په دیارلسمه یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې د دغه سازمان د غړیو هیوادونو ترمنځ دا نظر شته چې د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري له وژل کیدو وروسته د دغه سازمان مشري سیف العدل ته ورکړل شوې ده او هغه اوس په ایران کې دی.

خو ایران دغه ارزونه رد کړه. په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په یو ټویټ کې لیکلي: “د یادولو وړ ده چې د القاعدې د تش په نامه نوي مشر پته ناسمه ده. دا ناسم معلومات په بالقوه توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې هڅې له خنډ سره مخ کولی شي.”

خلیلزاد ویلي دي چې د ایران رژیم په دننه او بهر کې له خپلو مخالفینو سره د مقابلې لپاره په ترورېزم ډیره تکیه کوي. هغه زیاته کړې ده چې د تهران له خوا د ګواښونو زیاتوالي د ایران انټرنیشنل ټلویزیون دې ته اړ کړ چې په لنډمهاله توګه په لندن کې خپل فعالیتونه ودروي.

د ایران انټرنیشنل په یو راپور کې ویلي چې “د خپلو خبریالانو او همکارانو د خوندیتوب لپاره” یې د جمعې په ماښام [فبرورۍ ۱۷] له لندن څخه خپلې خپرونې بندې کړې او خپل ټول ۲۴ ساعته خبري یې واشنګټن ته انتقال کړې.

زلمي خلیلزاد ویلي، چې د ایران مخ پر زیاتیدونکي ګواښ ته په پام امریکا او متحدین یې باید د تهران د رژیم نړیوال مشروعیت نور هم منزوي او کمزوری کړي.

د امریکا حکومت د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

خو القاعدې د ایمن الظواهري پر ځای د سیف العدل د ټاکلو په اړه تر اوسه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.

سیف العدل چې د مصر تبعه دی، د محمد صلاح الدین عبدالحلیم زیدان په نوم د ۲۰۰۱ کال له جنورۍ راهیسې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، سیف العدل د بن لادن د امنیت د مشر په توګه د دې شبکې افراطیانو ته د چاودیدونکو توکو د کارولو څرنګوالی ورزده کاوه. هغه همداشان یو شمېر هغه الوتکه برمته کوونکي هم روزلي وو چې په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې لاس درلود.

منبع

3 Comments on "خلیلزاد: ایران د پناه ورکولو له لارې له القاعدې څخه ګټه اخلي "

  1. This is the perfect blog for anybody who really wants to understand this topic. You know a whole lot its almost hard to argue with you (not that I actually would want toÖHaHa). You definitely put a brand new spin on a topic that has been written about for ages. Great stuff, just wonderful!

  2. Greetings! Very useful advice in this particular article! It is the little changes that produce the largest changes. Thanks for sharing!

  3. I would like to thank you for the efforts youve put in writing this blog. I am hoping to see the same high-grade content by you later on as well. In fact, your creative writing abilities has motivated me to get my own website now 😉

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*