خلیلزاد: پاکستان او طالبان دې د کړکیچ د پراخیدو د مخنیوي لپاره سره خبرې وکړي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د ترهګرو ډلو په مسله رامنځ ته شوی کړکیچ د دوحې هوکړه لیک له مخې مخامخ نشي هواریدلی او په کار دي چې کابل او اسلام اباد په دې اړه سره خبرې وکړي.

زلمي خلیلزاد چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې د طالبانو سره د امریکا د متحده ایالاتو د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړی د پنجشنبې په ورځ ډسمبر۱۴( لیندۍ ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د مخامخ جګړې په ګډون د کړکیچ د پراخیدو د مخنیوي لپاره اسلام اباد او کابل باید سره خبرو ته کښیني.

زلمي خلیلزاد ویلي چې د پاکستان او د طالبانو ترمنځ په اړیکو کې یو بحران رامنځ ته شوی او اسلام اباد د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ” ټي ټي پي” ډلې په ملاتړ چې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي تورنوي او طالبان بیا د پاکستان دا تورونه ردوي او پر اسلام اباد د اسلامي دولت د خراسان څانګې “داعش” ته د پناه ورکولو چې د طالبانو پر ځواکونو بریدونه کوي تور پوري کوي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې پاکستان هم دا تورونه ردوي.

ښاغلي خلیلزاد لیکلي: “د مخامخ جګړې په ګډون د وضعیت د لا کړکیچن کیدو مخنیوي لپاره په کار دي، چې اسلام اباد او کابل د یو داسې هوکړې لپاره سره خبرو ته کښیني چې ضمانتونه او د پلي کیدو میکانیزم برابر کړي او دا به د پاکستان له خاورې او د افغانستان له خاورې د تحریک طالبان پاکستان او د داعش د ډلو په ګډون د هرې ډلې او افرادو له خوا د کاراخیستلو مخه ونیسي”.

ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو د شړلو د پالیسۍ یادونه کړې او د افغانانو پر وړاندې یې ددغه هیواد دا پالیسي د جبر پالیسي ګڼلې ده.

زلمي خلیلزاد ویلي چې د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان خاورې ته او یا د افغانستان خاورې څخه د پاکستان خاورې ته د ترهګرو د کار اخیستلو د ګواښونو په اړه د دوحې په هوکړه لیک کې په څرګنده توګه څه نه دي ویل شوي، او هغه مهال “انګېرنه دا وه چې دواړه هیوادونه به په دې مهمه مسله باندې یو بل سره خبرې کوي. اوس ددغه بهیر د پیلیدو وخت رارسیدلی دی.”

زلمي خلیلزاد د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکیچ د پراخیدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په روانه اونۍ کې د دوییم ځل لپاره د پاکستان د حکومت مخالفو وسله والو د خیبرپښتونخوا ایالت کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د خیبرپښتونخوا ایالت د ټانک په سیمه کې تیره شپه ډسمبر ۱۵( لیندۍ ۲۴) دوه بجې په پوليس لاین وسله وال برید شوی، چې په کې د پولیسو یو صاحب منصب او یو پولیس وژل شوي بو بل پولیس ټپي شوي دي.

تراوسه کومې ډلې ددې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د خیبرپښتونخوا د ایالت د ټانک سیمه د دیره اسماعیل خان درابن د سیمې سره نږدې پرته ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د خيبر پښتونخوا د دیره اسماعیل خان په درابن سيمه کې د سه شنبې ورځ ډسمبر ۱۲ د پولیسو په یو مرکز د موټر بمب برید کې ۲۳ پاکستاني عسکر وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان حکومت د دیره اسماعیل خان د برید وروسته د طالبانو حکومت څخه غوښتي چې ددې پیښې عاملین او د تحریک طالبان پاکستان مشران دې ونیسي او اسلام اباد ته دې وسپاري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان سره ددغه برید تړاو رد کړی او ویلي دي چې که د پاکستان حکومت ددې برید په تړاو افغانستان ته شواهد برابر کړي په اړه به یې پلټنې وکړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې ددغسې بریدونو مخنیوی باید دننه په پاکستان کې وشي.

د سیاسي چارو یو افغان کارپوه طارق فرهادي وايي چې داسې ښکاري چې په پاکستان کې دا برید په افغانستان کې په عمدي ډول د پاکستان په خلاف نه دی پلان شوی او کیدای شي چې داسې نور بریدونه هم وشي.

خو ښاغلی فرهادي امریکا غږ سره په مرکه کې دا بریدونه د هغو وسله والو ډلو کار وګڼه چې د هغه په وینا غړو یې دننه په پاکستان کې دیني مدرسو کې د زده کړو پرمهال د سخت دریځۍ په برخه کې هم زده کړې کړي دي.

ښاغلي فرهادي وویل: “کله چې د مسایلو سره همغږي نه دي د ځانوژنې انتخاب غوره کوي او په پاکستان کې ډیر کسان د خپل حکومت سره هم نظره نه دي او د پاکستان په ځینو سیمو کې څرګنده ده چې د خلکو اړیکې له حکومت سره ښه نه دي او حکومت خلکو سره ښې اړیکې نلري. د همدې له امله د پاکستان پر وړاندې د پاکستان له خاورې بریدونه کیږي”.

ښاغلی فرهادي وايي چې اکثره کسان چې په پاکستان کې په ترهګریزونو بریدونه کې لاس لري د دغه هیواد اوسیدونکي دي او کیدای شي ځینې افغانان به هم په دغو بریدونو کې لاس ولري.

خو په اسلام اباد کې د سیاسي چارو یو کارپوه او د خیبر تلویزیون ژورناست حسن خان په دې باور دی چې دیره اسماعیل خان د سه شنبې د ورځې برید په وروستیو کلنو کې پر پاکستاني ځواکونو باندې ترټولو لوی برید وو، چې په کې دغو ځواکونو ته ډیره مرګ ژوبله رسیدلې ده.

حسن خان وايي چې د همدې له امله د پاکستان حکومت د طالبانو حکومت ته د رسمي چینل له لارې ددې برید په اړه احتجاج کړی او د برید د عاملینو پر خلاف یې ورڅخه د پریکنده اقداماتو غوښتنه کړې ده.

حسن خان د پاکستان د حکومت د غوښتنو په اړه امریکا غږ ته وویل:” مهمه خبره په کې داده چې د طالبانو مشرتابه دې دا برید وغندي … زما په خیال که چیرې طالبان که دا همکاري ونه کړي پاکستان په نورو سختو اقداماتو باندې هم لګیا دی فکر کوي”.

حسن خان وايي چې د پاکستان د پوځ او د حکومت مشران د طالبانو د حکومت له خوا په پاکستان کې په بریدونو کې د لاس نلرلو په اړه څرګندونې نه مني او وايي چې دوی سره په دې تړاو پوره استخباراتي شواهد شته دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "خلیلزاد: پاکستان او طالبان دې د کړکیچ د پراخیدو د مخنیوي لپاره سره خبرې وکړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*