خیبر پښتونخوا کې نجونو ته د وېډیو له لارې د زدکړو (پوهه) پروژه

په خیبر پښتونخوا کې سلګونه زره زدکوونکي له ښوونځیو د باندې دي او حکومت د ناوړه اقتصاد له کبله د ټولو ماشومانو د رسمي زدکړو لپاره انتظامات نشي کولی.

د خیبر پښتونخوا لومړنیو او ثانوي زدکړو بنسټ یا ایلمنټري اېنډ سیکنډري ایجوکېشن فاونډېشن د (پوهه) په نامه یوه نوې پروژه پیل کړې چې موخه یې په نا رسمي توګه د هغو نجونو لپاره د وېډیو له لارې د زدکړو زمینه برابرول دي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله ښوونځیو ته نه شي تلی.

د زدکړوې دا پروژه د افغانستان لپاره هم ډېره ګټوره ثابتېدی شي، هلته چې طالبانو تر شپږم ټولګي د لوړو ټولګیو پر نجونو ښوونځیو ته تګ بند کړی دی.

پېښور کې د عالي زدکړو مرکز روزونکی نور شیر افریدی وايي، دوی به ددې ښوونکو له لارې په یو اېس بي په اردو ژبه د ښوونکو د درس ثبت شوې وېډیوګانې هغو زدکوونکو ته رسوي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله په نارسمي توګه د زدکړو لپاره ښوونځیو ته نشي تللی.

سمینه چې د نجونو د ټولنیزو یا ګرلز کمیونېټي سکول یوه ښوونکې ده، وايي ماشومان په‌ ځانګړې توګه د نجونو زدکړې به له دې پروګرام سره زیاتې اغېزمنې شي، خو اوس به د هغوی تعلیم نه متاثره کېږي.

پېښور
نوشېر افریدی

ازرا یوه بله ښوونکې ده وايي په خپله د زدړکړو لپاره له ډېرو ستونزو تېره شوې، خو اوس ره د سیمې ماشومان پخوانۍ ستونزې ونه لري.

روزونکې حمیرا خان وايي، د (پوهه) پروژه نه یوازې خیبر پښتونخوا کې کارنده ده، بلکې افغانستان کې به هم د هغو زدکوونکو لپاره ګټوره وي، چې ښوونځو کې رسمي زدکړو ته لاسرسی نه لري.

دا وايي، دا پروژه یو داسې عصري نمونه ده چې نجونو ه په کې د کور د بندې د وتلو اړتیا نه شته او خپل کور کې به زدکړې کولی شي.

د لومړنیو او ثانوي زدکړو د بنسټ مشر ظریف الماني وايي، (پوهه) د هغو نجونو لپاره ده چې د بې وزلۍ یا نورو لاملونو له کبله ښوونځیو ته نشي تللی او دا یې د زدکړو یوه اسانه او ارزانه عصري لار ده.

پېښور

دی وايي، هغه زدکوونکي چې د پوهې پروژې تر چتر لاندې د وېډیو له لارې خپلې زکړې بشپړې کړي او په ازموینه کې بریالي/بریالۍ شي، نو سندونه به ورکول کېږي.

نوموړی وايي، د ځینو شمېرو له مخې، په خیبر پښتونخوا کې څلور میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي او که دا ټول ماشومان سکولونو ته راجذب او راوستل شي، نو د شل میلیارده روپیو په لګښت او لږ تر لږه د څلوېښت کلونو لپاره به نوي سکولونه جوړول اړین وي، چې دا یو ناشونی کار دی.

د هغه په وینا (پوهه) پروژه په سوېلي اسیا کې د خپل ډول لومړنۍ هغه ده چې ارزانه او ګټه یې ډېره ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "خیبر پښتونخوا کې نجونو ته د وېډیو له لارې د زدکړو (پوهه) پروژه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*