ملګري ملتونه: د ۲۰۲۴ کال لومړیو درې میاشتو کې د ستانه شویو افغان کډوالو شمیر۱۴ برابره زیات شوی

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) شمیرنې ښيي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر د تیرکال د همدې مودې پرتله نږدې ۱۴ برابره زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو ددغو شمیرنو له مخې د روان کال د جنورۍ د پیل څخه د مارچ د میاشتې تر پاې پورې ۱۸۶۸۰ تنه افغان کډوال د پاکستان او ایران څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي، چې د تیر ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې دا شمیر ۱۳۶۹ تنه وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۱۸۵۴۵ افغان کډوال د پاکستان او ۱۱۲ تنه کډوال د ایران او ۲۳ تنه له نورو هیوادونو څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

ددغې کمیشنرۍ معلومات ښيي چې د تیر ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۱۲۴۵ کسان له پاکستان، ۹۵ تنه له ایران او ۲۹ تنه نور له نورو هیوادونو څخه خپل هیواد ته ستانه شوي وو.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د مختلفو دلایلو له مخې دغه کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي چې په کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د نیولو، شړلو د اندیښنو، د اوسیدانې د (PoR) کارتونو د تمدید په برخه کې د قطعیت نشوالي او د افغان کډوالو پر خلاف د شپې له خوا د پاکستاني پولیسو د چاپو او د افغان کډوالو ځورولو په تړاو عوامل شامل وو.

د کډوالوعالي کمیشنرۍ ویلي: ” د کوم سیستم پر اساس چې د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمیشنرۍ د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې د ستنیدونکو کډوالو د څارنې او ارزونې لپاره رامنځ ته کړی ۶۱ فیصده کډوالو له پاکستان څخه خپل وطن ته د ستنیدلو د لومړي علت په توګه په دغه هیواد کې ځورول یاد کړی دي”.

دغې کمیشنرۍ ویلي چې د روان کال په دریو لومړیو میاشتو کې وطن ته د ستنو شویو کډوالو اکثریت یې د ننګرهار، کابل، لغمان، کندهار او د کندز ولایتونو ته ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو د “پي او ار” کارتونولرونکو کډوالو د اوسیدلو موده د روان ۲۰۲۴ کال د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې غځولې او ویلي یې دي چې پر دې مهال به يې نه پولیس ځوروي، بلکې دوی په خپلو راجسټر کارتونو خپل بانکي حساب هم پرانیستلی شي.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې ۷۲۰ د قانوني اسنادو نلرونکي او ۵۰ زره نور د (POR) کارتونو لرونکي افغان کډوال به د جولای تر میاشتې له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شي.

په عین وخت کې د سره صلیب د نړیوال فدراسیون یو لوړ پوړې چارواکي ویلي چې په کار دي د افغان کډوالو ستنیدل د یو منظم پروګرام له مخې ترسره شي ترڅو افغانستان د ستنیدونکو کډوالو لویه څپه مهار کړای شي.

د اسیا او پاسفیک لپاره د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون (IFRC) رئیس الکساندر متیو ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان د حکومت سره کار ډیر مهم دی ترڅو ستنیدونکي کډوال په منظم او کوچنیو ګروپونو کې افغانستان ته ستانه شي او د ستنیدلو بهیر په سمه توګه مدیریت شي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې وروسته له هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې له دغې نیټې راهیسې ترواسه د ۵۵۰ زرو څخه زیات افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: د ۲۰۲۴ کال لومړیو درې میاشتو کې د ستانه شویو افغان کډوالو شمیر۱۴ برابره زیات شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*