خېبرپښتونخوا کې په تېرو شپږو مياشتو کې 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي

خېبرپښتونخوا

د خېبرپښتونخوا پوليس ويلي، په تېرو شپږو مياشتو کې په صوبه کې د ډیوټۍ په مهال 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي، او پولیس سره په مقابلو کې 158 ترهګر او اشتهاري ملزمان وژل شوي او 434 نيول شوي دي.

د صوبې پولیسو د روان کال د لومړو شپو مياشتو په جاري رپورټ کې ویلي، پولیس به په صوبه کې د امن په وړاندې هیڅ ډول خنډ ونه زغمي.

په پولیس رپورټ کې زیاته کړل شوې، سي ټي ډي پولیس 434 داسې ترهګر نيولي چې د 26 په سرونو قيمتونه مقرر وو.

په پوليس رپورټ کې ويل شوي په بنو کې د ډي اېس پي اقبال مومند او ورسره نور اهلکارو په وژنه کې ککړ شوکت الله هم نيول شوی دی.

د مارچ په وروستيو کې په لکي مروت کې په پولیس ډي اېس پي او پښتون شاعر اقبال مومند چاودنه شوې، هغه او درې سپاهيان ورسره پکې وژل شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې وه.

په پولیس رپورټ کې د بېن الصوبايي خطرناک ترهګر اقبال عرف بالي کهیاره چې په 35 ترهګرو مقدمو کې مطلوب وو د وژلو دعوه شوې ده.

د پېښور په پوليس لاين کې د چاودنې د سهولت کار امتياز د نيولو ويل شوي او په تېرو ورځو کې د څلورو علماو او درېو سيکانو په وژنه کې د ککړې ډلې د مرکزي ملزم د نيولو ويل هم شوي دي.

په پېښور کې په 30م جنورۍ په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګي بريد شوی د 80 نه زیات کسان پکې وژل شوي زياتره یې پوليس وو.

يوه اوونۍ وړاندې د خېبرپښتونخوا د سي ټي ډي پوليس مشر شوکت عباس په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، پېښور کې د عالمانو، سيکانو او عيسايانو سره د يو شيعه مسلمان د وژنې په هدفي پېښو کې داعش ډله ککړه وه، د يادې ډلې يو غړی وژل شوی او يو نيول شوی دی.

په پوليس رپورټ کې د نيول شوې او ترلاسه شوې وسلې او نورو جرمونو د مخنیوي په اړه هم تفصيل ويل شوی دی.

د صوبې د پوليس مشر [آی جي] اختر حیات خان په يوه غونډه کې ګډون کوونکو پوليسو ته لارښوونه کړې چې د قانون نافذونکو ادارو سره نزدې اړيکه ساتي، او په صوبه کې د ناامنۍ جوړونکو ضد سخته کارروايي وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "خېبرپښتونخوا کې په تېرو شپږو مياشتو کې 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*