داعش د خپل مشر د مړينې او نوي مشر د ټاکلو اعلان وکړ

داعش د خپل مشر د مړينې او نوي مشر د ټاکلو اعلان وکړ
داعش د خپل مشر د مړينې او نوي مشر د ټاکلو اعلان وکړ

ترهگرې ډلې داعش چې ځان «اسلامي دولت» بولي، ویلي دي چې رهبر یي د سوریې په جگړه کې وژل شوی، خو دا یي نه دي ویلي چې هغه کله وژل شوی. د ترکیې ولسمشر بیا څو میاشتې مخکې لا د داعش د رهبر د وژل کیدو خبر ورکړی و.

داعش د خپل مشر ابو حسین القریشي د مړينې او د نوي مشر په توگه د ابو حفص الهاشمي د نوم اعلان کړی دی.

داعش د پنجشنبې په ورځ په تیلیگرام شبکه کې په یوه غږیز پيغام کې ویلي چې د دغې ډلې مشر ابو حسین القریشي د سوریې په ادلیب کې له مخالفې ډلې سره د نښتو پر مهال وژل شوی دی.

په ظاهره کې ابو حسین په القاعده پورې تعلق درلودونکي گروپ حیات التحریر الشام سره په نیغ په نیغه نښته کې وژل شوی دی.

د داعش ویاند ابو حذیفه الانصاري په خپل غږیز پيغام کې ویلي «نوموړی تر هغې پورې وجنگید، څو د شدیدو ټپو له کبله یې ساه ورکړه». خو دغې افراطي ډلې دا نه دي ویلي چې ابو الحسین القریشي کله ویشتل شوی.

د ابوالحسین القریشي د مړينې خبر څو میاشتې مخکې هغه وخت خپور شوی و چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي وو چې استخباراتي ځواکونو یې القریشي په سوریه کې وژلی دی.

نوی مشر

داعش ابو حفص الهاشمي القریشي خپل نوی مشر نومولی دی.

په ۲۰۱۴م کال کې د سوریې او عراق پر یوې لویې برخې تر کنترول ترلاسه کولو وروسته «اسلامي خلافت» د اعلانولو راهیسې دا د دغې ډلې پنځم مشر دی.

د دې ډلې لومړي مشر ابوبکر البغدادي چې دوی پخپله «خلیفه» باله، په ۲۰۱۹م کال کې په ادلیب کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو پر مهال پخپله ځان وواژه.

تر بغدادي وروسته د داعش مشري کوونکو دوه مشران ابو ابراهیم القریشي او ابو حسن الهاشمي القریشي په ترتیب سره د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ او نومبر کې ووژل شول.

د یادونې وړ ده چې داعش په ۲۰۱۴م کال کې د عراق او سوریې ۴۰ سلنه ځمکه تر خپل کنترول لاندې راوستلې وه او هلته یې پخپله نومول شوی خلافت اعلان کړی وو. وروسته د ۲۰۱۷م کال په وروستو کې د امریکا په مشرۍ پوځي ائتلاف د جگړې په پایله کې د داعش د لمنځه وړل کیدو اعلان وشو او د دې ډلې له خوا نیول شوي سیمې بیرته ونیول شوې. 

د داعش یو شمیر جنگیالي چې ځانونه یي په سوریې او عراق کې پټ کړي دي اوس هم وخت ناوخته بریدونه کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "داعش د خپل مشر د مړينې او نوي مشر د ټاکلو اعلان وکړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*