نړیوالو تر نن پورې د داعش په نوم هیڅ هم نه ليدلي

نړیوالو تر نن پورې د داعش په نوم هیڅ هم نه ليدلي او په دې هم نه دي خبر چې دغه خلک څرنګه پيدا شوي دي؟

ډيری سياسي تحليلګر په دې نظر دي، چې که امريکا په عراق کې د صدام حسين حکومت نه وای ړنګ کړی؛ دا بې سارى ترهګر پوځ به هیڅ نه وای رامنځته شوی.

د ډونالډ ټرمپ اويا رانډ پاولريس په څېر سیاستوال وایي، چې عراق، ليبيا او سوريه د صدام حسين، قذافي او بشارالاسد د واکمني پرمهال، له نني عراق، ليبيا سوريې څخه ډېر بهتر وو.

امریکا په عراق کې په دې پلمه برید وکړ، تر څو نړۍ د ډیموکراسي لپاره خوندي کړي، خلک له جبر څخه، د يو خطرناک دیکتاتور او د ډلییزې ویجاړونکو وسلو د کارولو څخه راوګرځوي او منځنۍ ختیځ وژغوري.

جګړه د دې لپاره نه وه، چې افراط ګرو ته اجاﺯه ورکړي چې د دغې سيمې عصري تمدن له مینځه يوسي او هلته حاکم شي.

داعش په نوم

په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې د داعش له خوا د عراق د تېلو ساحې ونیول شوې او د عراق دوهم لوی ښار موصل د همدې داعشي ملیشو په لاس سقوط او د بغداد د سقوط خبره نږدې شوه، چې دې ټولو نادره واقعاتو نړۍ حيرانه کړه.

ان بي سي نیوز وایي: په لوی اکثریت امریکايان د عراق په جنګ ناراضه او خفه دي. د يوې نظر پوښتنې پر اساس، يواﺯې ۲۲٪ خلک د عراق له جنګ ملاتړ کوي، چې ډیره کمه سلنه تشکیلوي.

په ۲۰۰۳ کال کې دغه سلنه ۶۲ وه، خو په ۲۰۱۳ کال کې ۳۲٪ ته راښکته شوه. دا په هغه وخت کې چې د امريکا د بهرنيو چارو وﺯير کولن پاول په ملګرو ملتونو کې د امنيت شورا ته صدام حسين د امریکا د ملي امنيت لپاره ستر ګواښ وباله.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نړیوالو تر نن پورې د داعش په نوم هیڅ هم نه ليدلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*