
دوو اونیو کې د نسناستې له امله تر ۶۰۰ ډېر ناروغان بستر شوي
ډاکټران د ساري ناروغیو په ملي او تخصصي روغتون کې وایي چې په تېرو دوو اوونیو کې د نسناستې ناروغي زیاته شوې ده.
د دوی د شمېرو له مخې، په دې موده کې د شدیدې نسناستې له امله ۶۲۴ ناروغان په دغه روغتون کې بستر شوي دي.
د ډاکټرانو په وینا، په تېره اوونۍ کې ۱۷۷ ښځې او ۱۰۹ نارینه، او په روانه اوونۍ کې ۱۸۵ ښځې او ۱۳۵ نارینه د ساري ناروغیو د ملي او تخصصي روغتون د نسناستې په څانګه کې بستر شوي دي.
ډاکټر سید عادل نیرومند طلوعنیوز ته وویل: «هوا ګرمه ده، ډېری خلک په بهر کې کار کوي، د کوڅو او سړک غاړې خواړه خوري او د دغو خوړو روغتیايي معیارونه په سمه توګه نه مراعتېږي، همدا لامل د نسناستې د ناروغۍ د زیاتېدو سبب شوی دی.»
په همدې حال کې، د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال له پیل څخه د مې میاشتې تر پایه د ختیځې مدیترانې سیمې په پنځو هېوادونو کې د کولرا او شدیدې نسناستې پېښې ثبت شوې دي، چې تر ټولو ډېرې یې په افغانستان کې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې ۴۳ زره او ۲۹۲ پېښې او ۱۸ مړینې ثبت شوې دي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مې تر ۳۱مې پورې، د ختیځې مدیترانې سیمې په پنځو هېوادونو کې د کولرا او شدیدې نسناستې ټولټال ۵۲ زره او ۱۷۱ پېښې ثبت شوې دي. تر ټولو ډېرې پېښې په افغانستان کې ۴۳ زره او ۲۹۲، په یمن کې ۴ زره او ۸۱۴ او په پاکستان کې ۳ زره او ۳۰۵ ثبت شوې دي.»
ډاکټر عبدالوهاب حکیمزی وویل: «خلک باید روغتیايي سپارښتنې مراعت کړي، پاکې اوبه وڅښي او د کوڅو او سړک غاړې له خوړو ډډه وکړي.»
د هوا د تودوخې له لوړېدو سره، د کابل د ساري ناروغیو په ملي او تخصصي روغتون کې د شدیدې نسناستې د څانګې بسترونه یو په بل پسې ډکېږي.
نورالله، چې اوس په همدې څانګه کې بستر دی، وایي درې ورځې وړاندې د هوا له ګرمېدو وروسته او د سبزیو له خوړلو سره په شدیدې نسناستې اخته شو او د درملنې لپاره روغتون ته راغی.
نورالله وویل: «د سېشنبې په ورځ مې شاهتوت وخوړ، لږه سبزي او دوه کاشوغې وریجې مې هم وخوړې. کور ته چې راغلم، ناڅاپه ناروغ شوم.»
د درملنې په خونو کې د نورو عمرونو په پرتله ډېر ځوانان او تنکي ځوانان تر سترګو کېږي. عتیقالله، یو ۱۳ کلن زدهکوونکی او د اتم ټولګي زدهکوونکی، هم له همدې ناروغانو څخه دی چې د درملنې ورځې په روغتون کې تېروي.
هغه او بلال، چې د همدې څانګې بل ناروغ دی، د دې ناروغۍ له امله د خپلو ستونزو په اړه داسې وایي.
عتیقالله وویل: «نسک مې وخوړ، ویده شوم. چې بېرته راویښ شوم، د نس درد او نسناسته راته پیدا شوې وه. پلار مې ډاکټر ته بوتلم، درمل یې ګټه ونه کړه، بیا دې روغتون ته راغلم.»
بلال هم وویل: «لومړی مې لوبیا، وروسته توت او دوغ وخوړل، همدا ناروغي راته پیدا شوه.»
د هوا د تودوخې زیاتوالي یو ځل بیا د هاضمې د ناروغیو د خپرېدو خطر زیات کړی دی. په داسې حال کې چې د شدیدې نسناستې د څانګې بسترونه له ناروغانو ډک دي، ډاکټران له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې جدي ونیسي؛ ځکه د دوی په باور، د روغتیايي اصولو مراعتول کولی شي د ډېرو ناروغانو د بستر کېدو مخه ونیسي.
لومړی نظر وکړئ on "دوو اونیو کې د نسناستې له امله تر ۶۰۰ ډېر ناروغان بستر شوي"