
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د هیوادونو ځانګړو استازو د تاجیکستان پایتخت دوشنبه کې په خپله شپږمه نوبتې غونډه کې د افغانستان په بشري، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت خبرې کړي دي.
د دې غونډې په اړه د چهارشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ پنځم (سلواغې ۱۷) د اروپايي ټولنې له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ګډونوالو په دې هکله چې د منځنۍ اسیا هیوادونه او اروپايي ټولنه افغانستان سره په کوم ډول مرسته کوي هم خبرې شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: “د غونډې ګډونوالو د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د غونډې راهیسې د افغانستان په ټولنیز – اقتصادي او سیاسي پرمختګونو او هم یې افغانستان سره د منځنۍ اسیا او اروپايي ټولنې د مرستې په تړاو پر کړنلارو باندې خپل نظرونه څرګند کړل”.
همداشان په دې خبرپاڼه کې چې د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت هم پر خپله انټرنیټي پاڼه خپره کړې ویل شوي چې د غونډې ګډون کوونکو په افغانستان کې بشري حقونو وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بشري حقونو او په دغه هیواد کې د امنیتي ننګونو او ګواښونو په اړه هم خبرې کړي دي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو پنځمه غونډه د قرغزستان په پایتخت بیشکک کې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۱۳ او ۱۴ ورځو جوړه شوې وه.
د بیشکک په غونډه کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبیوا هم ګډون کړی وو. خو په خبرپاڼه کې د دوشنبه په غونډه د ملګرو ملتونو د استازې د ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو د دې غونډو لړۍ د ۲۰۲۱ کال د اپریل او اګست په میاشتو کې د غونډو او د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د وزیرانو د ۱۷ غونډې د پریکړو سره سم پیل شوې ده.
د تاجیکستان په پایتخت دوشنبه کې په دې غونډه کې افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن برخه اخیستې وه.
دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې ټاکل شوې ملګري ملتونه د ا.ا. د حکومت او افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو سره د دوحه ۳ غونډې په دوام د کاري ډلې غونډه به د قطر په پایتخت دوحه کې د فبرورۍ په نهمه جوړه کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) مرستیال او بشري مرستو همغږی کوونکی انډریکا رتواتي طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې ملګري ملتونه به د قطر راتلونکې بهیر کاري ډلې په غونډه کې له افغانستان سره د مرستو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په اړوند مسلو باندې تمرکز وکړي.
د یوناما مرستیال ویلي : “د دوحې راتلونکې بهیر کې به دوه کاري ډلي رامنځته شي، چې د سرپرست حکومت [ا.ا. حکومت] غړي، ملګري ملتونه او نړیوالې ټولنې استازي به په کې حضور ولري، چې په افغانستان کې د نشه یې توکو پر مخنیوي، د کروندګرو پر ملاتړ، بديل کښت او د روږدو درملنې او خصوصي سکتور پر پياوړتیا به بحث کوي.”
د دوحې درېیمه غونډه چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازواو د یو شمیر نړیوالو استازو په ګډون د تیر ۲۰۲۴ کال د جون په ۳۰ او د جولاۍ په اول جوړه شوې وه، په کې د افغانستان د بانکي سکټور د ستونزو، نشه يي توکو سره د مبارزې او د خصوصي سګټور د پیاوړتیا په اړوند مسایلو خبرې او بحثونه شوي وو.
ددې غونډې په پای کې ویل شوي وو چې د ا.ا. د حکومت او افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو سره د دوحه ۳ غونډې په دوام به د کاري ډلې غونډه د فبرورۍ په نهمه جوړه شي.
په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري دیکارلو د دوحې ۳ غونډې په پاې کې وویل چې دا بهیر دوام لري او د میرمن دیکارلو په وینا” مونږ لا د بهیر په پیل کې یو”.
میرمن دیکارلو وویل چې د ده او افغانستان لپاره د هیوادونو د ځانګړو استازو عمده اندیښنه پر افغان میرمنو او نجونو باندې روان محدودیونو په اړه ده، ځکه چې دا هیواد نشي کولای د خپل نفوس د ۵۰ فیصدو په محرومولو سره په نړیواله ټولنه کې مدغم شي او یا هم د اقتصاد او ټولنیز اړخه وده وکړي
د ا.ا. د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جولاۍ ۱۱ (چنګاښ ۲۱) په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې چې ددغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او مرستندویه پلاوي دفتر “یوناما” د مشرې روزا اوتنبیوا سره د دوحې په درېیمې غونډې کې د مطرح شویو مسایلو په باب خبرې کړي او په ګډه ددغو مسایلو د تعقیبولو ژمنه یې کړې ده.
ددې دمخه ملګرو ملتونود جنورۍ ۱۶(مرغومې ۲۷) په کابل کې د ا.ا. د حکومت د یو شمیر وزارتونو او ددغې ټولنې د یو شمیر ادارو ترمنځ د همغږۍ د لوړې کچې څلورمې ناستې د جوړیدو او په دغه ناستې کې په شویو بحثونو باندې خوښيي ښودلې وه او په ناسته کې د کډونوالو ترمنځ په څرګنده د لاس ته راوړنو، ګواښونو او فرصتونو په اړه د نظریاتو د وړاندې کولو ستاینه کړې وه.
افغانستان کې د ملګرو ملتوتو د عمومي منشي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي انډریکا رتواتي د جنورۍ ۱۶ (مرغومې ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پرته له دې چې د ا.ا. د حکومت د یو شمیر وزارتونو او د ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ د همغږۍ د لوړې کچې څلورمې ناستې د بحثونو په اړه جزئیات وړاندې کړي ویلي دي چې د افغانانو اړتیاو لپاره د حل د لټولو یوازینۍ لار ډیالوګ دی.
هغه ویلي: “زه د لاسته راوړنو، ګواښونو او فرصتونو په اړه چې په افغانستان کې د مرستې رسونې ادارې ورسره مخ دي، تیره ورځ کابل کې په لوړه کچه ناسته کې په څرګند ډول د نظریاتو د تبادلې څخه هڅول شوي یم. په داسې حال کې چې د افغانانو اړتیاوې د بحثونو په منځ ځای لري، ډیالوګ د پرمخ د تللو لپاره یوازینۍ لار ده”.
د جنورۍ ۱۵ (مرغومې ۲۶) د ا.ا.د حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې د ا.ا.د حکومت د یو شمیر وزارتونو او د ملګرو ملتونود ادارو ترمنځ د همغږۍ د لوړې کچې څلورمه غونډه جوړه شوې وه.
د ا.ا. د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې ناسته کې پر نهو موضوعاتو باندې چې اقتصادي ثبات، روغتیا او تغذي، تعلیم، معیشت، خوړو خوندیوب او کرهڼه، نشه يي توکو سره مبارزه اقلیم بدلون او اوبه، کډوالي او داخلي بې ځایه کیدنې او د پریکړو د نیولو لپاره اړینو شمیرنو د برابرولو اوړند مسایل په کې شامل وو خبرې شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هیوادونو استازو دوشنبه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي"