د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو د غونډې جوړیدل

د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د اروپايي ټولنې استازو توماس نیکلاسن او تیریري هکالا په یوه غونډه کې چې د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړه شوې وه، د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو له استازو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د بشکیک په غونډه کې چې نن چهارشنبې، د فبرورۍ ۱۴مه (سلواغې ۲۵مه) او د دوحې له غونډې څخه یوازې څو ورځې مخکې جوړه شوه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا هم ګډون کړی و.

تر اوسه د دې ناستې او‌ په هغه کې د ترسره شوي بحثونو په اړه رسنیو سره جزیات شریک شوي نه دي،‌ خو نیکلاسن څو ورځې وړاندې کابل ته د خپل سفر په پای کې ویلي و، چې سیمې ته یې د سفر موخه دا ده چې “تر څو مرسته وکړي چې ريښتنې تمې ولرو او په دوحه کې د یوې رغنده غونډې لپاره ښه چمتووالی ولرو.”

د منځنۍ اسیا په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې تیریري هکالا د چهارشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې د غونډې د ګډونوالو د عکس په خپرولو سره د قرغزستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه د دغې غونډې د کوربه توب له امله مننه کړې ده.

نوموړې د دغه پیغام په دوام کې لیکلي: “موږ له خپلو همکارانو او یوناما سره په دې اړه څرګند بحثونه وکړل چې څنګه کولای شو په افغانستان کې د اوږدمهاله سولې او ثبات لپاره خپله ونډه تر سره کړو.”

تر دې غونډې مخکې د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې په بشکیک کې په دې غونډه کې به د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت، له دغه هېواد سره پر مرستو او همداراز په افغانستان کې د نشه یي توکو له قاچاق او ترهګریزو فعالیتونو سره د مبارزې په اړه خبرې وشي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې قرغزستان د افغانستان په اړه د دا ډول غونډې کوربه توب کوي. خو اوزبیکستان، قزاقستان او تاجیکستان په تېرو دوه نیمو کلونو کې د افغانستان په اړه د څو غونډو کوربه توب کړی دی.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په بلنه د فبرورۍ د روانې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو په تړاو یوه غونډه جوړه شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي او د نړیوالو سازمانو او د افغان میرمنو او مدني ټولنې استازي ګډون وکړي.

ملګرو ملتونو ددې غونډې د جوړیدو هدف په دې اړه بحث کول ښودلي دي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا کې زیاتیدلی شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو د غونډې جوړیدل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*