کرېکټ: شري‌لنکا د پاکستان په ماتولو د اسیا جام پایلوبې ته ووت

د اسیا جام پای لوبې ته د رسېدو لپاره دا برخلیک ټاکونکې لوبه په وروستي بال د شري لنکا په ګټه تمامه شوه.

دا لوبه چې د شري لنکا په کولمبو کې وه پکې پاکستان سیالې لوبډلې ته په ټاکلو ۴۲ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۲ هدف ټاکلی و.

وروسته شري لنکایي لوبډلې دا هدف د وروستي ۴۲م اوور په وروستي بال داسې مهال پوره کړ چې د دغې مهمې بریا لپاره په یوه بال دوه منډې په کار وې.

دا لوبه وار له مخه په شري لنکا کې د باران له کبله اته اورونه کمه شوې وه.

د پاکستان لخوا وېکټ ساتونکي لوبغاړي محمد رضوان تر ټولو ډېرې ۸۶ منډې وکړې، له ده سره افتخار احمد خورا ارزښتانکه ملګرتیا وکړه او د پاکستان هدف یې څه لوړ کړ کنه پاکستان لومړي پنځه لوبغاړي په ډېرو کمو منډو له لاسه ورکړي وو.

افتخار احمد په دې لوبه کې درې شري لنکايي لوبغاړي اوټ کړل او د پاکستان په ګټه یې ۴۷ منډې هم وکړې.

د پاکستان لخوا د پیل توپ وهونکي عبدالله شفیق هم بد پیل ونکړ هغه ۶۹ بالونو ۵۲ مهمې منډې جوړې کړې.

شري لنکا د پاکستان د ۲۵۲ منډو هدف تر لاسه کولو لپاره ډېر ښه پیل وکړ او په لومړیو لسو اورونو کې یې د یوه لوبغاړي په اوټیدو ۵۷ منډې جوړې کړې.

کرېکټ

ورپسې بلې وېکټې اوږده ملګرتیا وکړه او د شري لنکا بریا یې څه یقیني کړه که څه هم په وروستیو اورونو کې پاکستاني بالرانو د دوی په ګټه د لوبې ګرځولو هیلې تازه کړې.

د پاکستان لخوا وروستی اوور زمان خان وکړ او ویې نشو کړی چې په شپږو بالونو له اتو منډو دفاع وکړي.

له ده مخکې شاهین شاه افریدي په خپل نهم اوور کې دوه وېکټې واخیستې او یوازې څلور منډې یې ورکړې.

پاکستان له دې مخکې په نیمه پایلوبه کې له هند څخه هم تاریخي ماتې خوړلې او له دې بلې ماتې سره یې په دې سیالیو کې سفر پای ته ورسېد.

دا یولسم ځل دی چې شریلنکایی لوبډله د اسیا جام پای لوبې ته ځان رسوي.

هند وار له مخه پاکستان او بیا شری لنکا ته له ماتې ورکولو سره د اسیا جام پای لوبې ته وتلی و.

د اسیایي اتلولیو پای لوبه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د شري لنکا او هند تر منځ تر سره کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ: شري‌لنکا د پاکستان په ماتولو د اسیا جام پایلوبې ته ووت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*