د افغانستان د تياتر، راډيو او ټلويزيون هنرمند عبدالغياث واحدي له نړۍ څخه سترګې پټې کړې

د افغانستان د تياتر

د افغانستان د تياتر، راډيو او تلويزيون تکړه او وتلی هنرمند، عبدالغياث واحدي د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

د تياتر او سينما پخواني ستوری او د ملي راډيو او تلويزيون نطاق، معروف قيام، د اروښاد واحدي د مړینې له امله د نوموړي د هنر له مينه والو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

ښاغلي قیام د امریکاغږ ته وويل: “د واحدي مړينه د افغانستان د فرهنګي ټولنې لپاره يوه ستره ضايعه ده او کلونه به وخت ونیسي چې د ارواښاد وحيدي تشه دې ډکه شي. “

د نوموړي په وينا، عبدالغیاث واحدي ډېر نرم مزاجه شخصیت و او تل به يې له نورو سره له خواخوږۍ ډک چال چلند کاوه.

اروښاد واحدي تر ډېره د راډيويي خپرونو او طنزيه نندارو په برخه کې فعالیت درلود. نوموړي همداراز د افغانستان له مشهورو ممثلینو او هنرمندانو لکه حاجي محمد کامران، مرتضی بایقرا، انيسه وهاب، حکيم اطرافي او یو شمېر نورو سره يې رولونه لوبولي دي.

د افغانستان د تياتر

قيام زياته کړه، چې څو لسيزې وړاندې واحدي په راډيويي خپرونو لکه د جمعې د شپې ډرامې، کورني ژوند، کرنې او نورو خپرونو کې رول لوبولی او کله چې په سويډن کې اوسېده، د ځينو کلتوري ټولنو غړى هم و او ډرامې يې ليکلې او ځینو کې یې هان رول هم لوباوه.

یاسمین یارمل، چې د واحدي له همکارانو او نږدې ملګرو څخه دی، هغه یې یو ښه لوبغاړی او همکار وباله او د نوموړی مړینه یې د افغانستان تیاتر او تلویزیون لپاره یوه ضایعه وبلله.

مېرمن یارمل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: “له بده مرغه نن د وتلي هنرمند عبدالغیاث واحدي د مړینې خبر سخت خواشینی کړم. “

د عبدالغیاث واحدي د ملګرو له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د نوموړي جنازه نن د کابل د عاشقانو او عارفانو هدیرې کې خاورو ته وسپارل شوه.

ویل کېږي چې نوموړی څو کاله دمخه سویډن ته کډوال شوی و، خو څه موده وړاندې افغانستان ته راستون شوی او له خپلې کورنۍ سره اوسیدی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان د تياتر، راډيو او ټلويزيون هنرمند عبدالغياث واحدي له نړۍ څخه سترګې پټې کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*