د افغانستان د فوتبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام ته لار پیدا کړه


د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د بنګله‌دېش له ماتولو سره، د اسیا ملتونو جام ته لار پيدا کړه.


د فوټبال ملي لوبغاړو د اسیا ملتونو د غوراوي
سیالیو په چوکاټ کې په خپله وروستۍ لوبه کې، ۳-۲ پایلې سره بنګله‌دېش ته
ماتې ورکړه او په څلورو لوبو کې، د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو سره یې د
اسیا ملتونو د ۲۰۲۵ جام سیالیو ته لار پیدا کړه.


دغه لوبې د کمبودیا په کوربتوب ترسره شوې.


د هېواد د ۱۷ کلنو ملي لوبغاړو په خپله لومړۍ، دویمه او درېیمه لوبه کې، د فیلېپین، ماکایو او کمبودیا لوبغاړو ته ماتې ورکړې وه.


د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د اسیا
ملتونو جام په غوراوي سیالیو کې په «بي» ګروپ کې د فیلېپین، ماکایو،
کمبودیا او بنګله‌دېش لوبډلو سره همډلې وه.


د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلو د اسیا ملتونو
جام سیالۍ به د افغانستان په ګډون، د ۲۰۲۵ زیږدیز کال، په جنورۍ میاشت کې، د
سعودي عربستان په کوربتوب ترسره شي.

دغه لوبې د کمبودیا په کوربتوب ترسره شوې.د هېواد د ۱۷ کلنو ملي لوبغاړو په خپله لومړۍ، دویمه او درېیمه لوبه کې، د فیلېپین، ماکایو او کمبودیا لوبغاړو ته ماتې ورکړې وه.د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام په غوراوي سیالیو کې په «بي» ګروپ کې د فیلېپین، ماکایو، کمبودیا او بنګله‌دېش لوبډلو سره همډلې وه.د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلو د اسیا ملتونو جام سیالۍ به د افغانستان په ګډون، د ۲۰۲۵ زیږدیز کال، په جنورۍ میاشت کې، د سعودي عربستان په کوربتوب ترسره شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان د فوتبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام ته لار پیدا کړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*