د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه زوی میرویس ظاهر ومړ

شهزاده میرویس په ۲۰۰۲ کال کې د خپل پلار محمد ظاهر شاه سره یوځای د کلونو جلاوطنۍ وروسته افغانستان ته ستون شو او د هماغه وخت راهیسې په کابل کې اوسیده.

شهزاده میرویس چې شاوخوا ۶۶ کلن و په افغانستان کې د سردار محمد داود خان په مشرۍ د ۱۹۷۳ کال د کودتا وروسته د خپلې کورنۍ سره یوځای یې په بهر کې ژوند کاوه.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د شهزاده میرویس ظاهر په مړینه ژوره خواشیني ښودلې او هغه یې یوه ستره ضایعه بللې ده.

ښاغلي کرزي په ایکس ټولینزې شبکې د شهزاده میرویس د مړینې خبر خپور کړی او لیکلي یې دي چې شهزاده میرویس یو وطن دوسته، ځېرک او هوښیار شخصیت و چې مړینه یې ستره ضایعه ده.

شهزاده میرویس ظاهر د جلاوطنۍ پر وخت د خپل پلار د سلاکارانو په ډله کې و.

شهزاده میرویس د کابل په استقلال لیسې او په بریتانیا کې زده کړې کړې وې. هغه همداشان د ښکیلو هنرونو په برخه کې لوړې زده کړې په ایټالیا کې کړې وې.
د رپوټونو له مخې شهزاده میرویس په دري، پښتو، انګلیسي، ایټالوي او فرانسوي ژبو پوهیده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه زوی میرویس ظاهر ومړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*