د افغانستان په اړه د سيمې هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه

د افغانستان په اړه د سيمې هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه
د افغانستان په اړه د سيمې هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه

روسیې او د سيمې شپږو هيوادونو په افغانستان کې پایداره سولې ته د رسېدو په موخه د خبرو اترو يو کلوب جوړ کړی دی. د دې هيوادونو ديپلوماتانو په خپله لومړۍ غونډه کې د هیواد د مرکزي بانک د شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کړې ده.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د روسیې، چين، ايران، پاکستان، ازبکستان، تاجيکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو د سه شنبې په ورځ په تاشکند کې يوه غونډه تشکيل کړې او په پام کې لري چې په منظم ډول ملاقاتونه ولري او د افغانستان پر مسايلو خبرې اترې وکړي.

د افغانستان له پاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف، وويل چې دې ډلې له لوېديځو هيوادونو غوښتي چې د هیواد د بانک کنګل شوې شتمنۍ دې آزادې کړي.

نوموړي د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل: «د دې هيوادونو ځانګړو استازو ټينګار وکړ چې د افغانستان بانک ته د پېسو بيرته ستنول په لومړي قدم کې باید د ښوونکو او ډاکترانو د معاشونو له پاره وکارول شي او په عين حال کې د ټولنې له هغې برخې سره باید مرسته وشي چې په ډېر سخت وضعيت کې قرار لري.»

ارګاشف وويل: «هغوی همدا راز پر دې هم ټینګار وکړ چې په هیواد کې کابو ۲۵ ميليونه وګړي له لوږې کړيږي او له خوراکي توکو محروم دي.»

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د جمهوری نظام له پرّیدو سره سم امريکا متحده ایالاتو د افغانستان د بانک کابو ۷ میليارده شتمني کنګل کړه. د دې بانک څه نا څه دوه ميليارد نوره شتمني د اروپا په بانکونو کې بنده پاته ده.

د امريکا حکومت د کنګل شوې شتمنۍ کابو نيمه برخه په سويس کې يوه امانتي صندوق ته انتقال کړې ده.

ملګرو ملتونو تېره میاشت ويلي ول چې په افغانستان کې کابو شپږ میليونه انسانان د قحطۍ له خطر سره مخ دي او د هيواد يو پر درېمه برخه نفوس له سختې لوږې سره لاس او ګريوان دي او په بيړه مرستو ته اړتیا لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان په اړه د سيمې هيوادونو د ځانګړو استازو غونډه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*