د افغانستان پیژندل شوي قاري برکت الله سلیم له نړۍ څخه سترګې پټې کړې

د افغانستان پیژندل شوي او مشهور قاري استاد برکت الله سلیم د ورپېښې ناروغۍ له امله، نن شنبې په پلازمینه کابل کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. نوموړی له یوې اوونۍ راهیسې د کابل په یو خصوصي روغتون کې بستري و.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي په مړینه خواشینې ښودلې او د هغه مړینه یې یوه لویه ضایعه بللې ده. نوموړي په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي: “په خواشینۍ سره خبر شوو چې د هیواد وتلی قاري او د قران کریم حافظ الحاج قاري برکت الله سلیم وفات شو. انالله و انا الیه راجعون. د نوموړي وفات زموږ د هېواد لپاره یوه ستره ضایعه وه.”

په ورته وخت کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په خپل ایکس پاڼه کې د استاد قاري برکت الله سلیم پر مړینې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ویلي یې دي:” شیخ القران قاري برکت الله سلیم، د هیواد او اسلامي نړۍ یو پیژندل شوی قاري او استاد و. د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې په برخه کې د نوموړي خدمتونه د ستاینې وړ دي. د استاد برکت الله سلیم مړینه یوه لویه ضایعه ده، د ارواښاد کورنۍ او خپلوانو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم.”

د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر عمر زاخیلوال هم د قاري برکت الله په مړینې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړی ده. نوموړي پر خپل ایکس پاڼې کې لیکلي: “په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې په اسلامي نړۍ کې د افغانستان پیژندل شوی، نوموتی او د ملکوتي غږ لرونکی قاري ښاغلی استاد برکت الله سلیم پر حق رسیدلی – انا لله وانااليه راجعون. د مرحوم استاد مړينه نه يوازې د نوموړي کورنۍ او هیواد ته بلکې ټولې اسلامي نړۍ ته يوه ستره ضایعه ده.”

استاد قاري برکت الله سلیم د افغانستان د ننګرهار ولایت په هسکه مینه کې زیږیدلی او د قران کریم د قرائت زده کړې یې په افغانستان او مصر کې کړې وې. نوموړي د افغانستان په استازیتوب د حسن القرات په ګڼ شمېر نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او څو ځله یې په نړیواله کچه لومړي مقامونه ګټلي وو.

استاد قاري برکت الله سلیم په کابل کې یوه دیني مدرسه درلوده. هغه د شاوخوا ۷۶ کالو په عمر په پلازمینه کابل کې وفات شو. د معلوماتو له مخې، د جنازې مراسم به یې سبا د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان پیژندل شوي قاري برکت الله سلیم له نړۍ څخه سترګې پټې کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*