
د افغان-انګرېز درېیمه جګړه؛ افغانستان څنګه خپلواکي ترلاسه کړه؟
د ۱۲۹۸ کال د غويي په ۱۲مه د ننګرهار، پکتیا او کندهار له ولایتونو د برېټانیا پر وړاندې برخلیک ټاکونکې جګړه پیل شوه.
که څه هم د پاچا سرتېرو هغه مهال ډېر پوځي تجهیزات نه لرل خو د خپلواکۍ غوښتنې انګېزې او د بریتانیا له نفوذه د خلاصون لپاره د خلکو هوډ هغوی ته له وسلو هم ستر ځواک ورکړی و.
د افغانستان پوځ یوازې ۵۰ زره سرتېري درلودل او د افغانستان او برېټانیوي هند ترمنځ په سرحدي سیمو کې یې د ۸۰ زره نامنظمو قبایلي ځواکونو پر ملاتړ حساب کاوه.
سیاسي شنونکی خلیلاحمد نادم وايي: «د افغانستان خلک هم مسلمانان دي او هم وطنپاله؛ هغوی په خپلو شته امکاناتو او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په انګېزې سره د بهرنیانو پر وړاندې ودرېدل.»
لومړۍ نړیواله جګړه پای ته رسېدلې وه او شاه امانالله د خلکو پر غوښتنې په تکیې د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره لاس په کار شو. د جګړې له پیل درې ورځې وروسته، د غويي په ۱۵مه، بریتانیا هم د افغانستان پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ.
د برېټانیوي هند پوځي ځواکونه راټول شول او وروسته جلالاباد او کابل بمبار شول.
د افغانستان او بریتانیا ترمنځ جګړې نږدې یوه میاشت دوام وکړ. دغه جګړه چې د خپلواکۍ د جګړې په نوم هم یادېږي، د افغانستان او د هغه وخت د بریتانیا ترمنځ وروستۍ ستره جګړه وه، چې په پای کې یې دواړه لوري د ډیپلوماسۍ مېز ته کېناستل.
د ۱۲۹۸ کال د غبرګولي په ۱۲مه د اوربند غوښتنه وشوه او د علياحمد خان په مشرۍ افغان پلاوي او د همیلټن ګرانټ په استازیتوب بریتانوي پلاوي په راولپنډۍ کې خبرې پیل کړې.
له څو اوونیو خبرو وروسته، د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۱۷مه د راولپنډۍ تړون لاسلیک شو، چې د افغانستان د خپلواکۍ پر لور یو مهم ګام و.
سیاسي شنونکی سیدعبادالله صادق وايي: «د انګرېزانو لومړۍ موخه دا وه چې افغانستان اشغال کړي. دویمه موخه یې دا وه چې د افغانستان له سرچینو او جیوپولیټیک موقعیت څخه ګټه واخلي.»
خو دا د بهیر پای نه و. د ۱۳۰۰ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه د افغانستان او بریتانیا ترمنځ په کابل کې یو بل تړون لاسلیک شو، چې د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ خپلواکي یې تثبیت کړه او په نړیوالو اړیکو کې یې د یوه خپلواک هېواد په توګه د افغانستان دریځ پیاوړی کړ. بریتانیا هم د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله.
په دې جګړه کې نږدې زر افغان سرتېري او ۲۳۶ بریتانوي سرتېري ووژل شول او د دواړو لورو زرګونه نور سرتېري ټپیان شول.
لومړی نظر وکړئ on "د افغان-انګرېز درېیمه جګړه؛ افغانستان څنګه خپلواکي ترلاسه کړه؟"