سپینه ماڼۍ: په امریکا کې د افغان متحدینو د مېشتېدو لپاره د کانګرس د هڅو ملاتړي یوو

د افغان متحدینو

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي، په امریکا کې د دغه هېواد د افغان متحدینو د بیا مېشتیدنې په اړه د کانګرس د وروستیو هڅو هرکلی او ملاتړ کړی.

ښاغلي کربي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: “موږ په اطمنان دلته د ‘افغانانو د بیا مېشتېدني’ لایحې په اړه له قانوني هڅو ملاتړ کوو. نه غواړم د قانون جوړونې له پروسې مخکې مسایلو او یا د هغه څه په اړه وغږېږم چې ولسمشر یې لاسلیکوي که نه، خو نوموړی قوي احساس لري چې موږ باید د خپلو متحدانو لپاره هر هغه څه وکړو چې کولای یې شو او په خپلو سرحدونو کې له هغو هرکلی وکړو چې هغوی نوی ژوند پیل او بیا مېشتېدل یې اسانه شي.”

په ورته وخت کې یو امریکايي سناتور د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د جولای په ۱۷مه (د دوشنبې په ورځ) یې د افغان تعدیل قانون (Afghan Adjustment Act) کانګرس ته معرفي کړی چې په اساس یې افغان پناغوښتونکو ته په امریکا کې د دایمي مېشتېدو فرصت برابروي.

په امریکا کې د افغان متحدینو د مېشتېدو طرحه تازه بیا کانګرس ته رسیدلې ده
په امریکا کې د افغان متحدینو د مېشتېدو طرحه تازه بیا کانګرس ته رسیدلې ده

نوموړي زیاته کړې چې دا قانون به یې افغان متحدانو ته په امریکا کې د نوي ژوند لاره پرانیزي.

د هغه په وینا، دغه قانون په ورته وخت کې د امریکا د امنیت په وړاندې د ګواښونو د کمولو لپاره د ارزونې یو حیاتي بهیر رامنځته کوي.

د تېرې شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د پناه غوښتنې او کډوالۍ کمېټې (USCRI) هم اعلان کړی و چې “افغان تعدیل قانون” بیا د تصویب لپاره د کانګرس دواړو مجلسونو ته لېږل شوی دی.

دا قانون، یا لایحه به هغو افغانانو ته چې په امریکا کې دي او یا هم منتظر دي چې دې هېواد ته ورشي، اسانتیاوې رامنځته کړي.

همدا ډول د امریکا د کډوالۍ د ځانګړۍ ویزو (SIV)په پروسه او په دریمو هېوادونو کې د افغانانو د پناغوښتنې او ویزو د ارزونې په برخو کې هم د اسانتیاو سبب کېږي، چې له تصویب وروسته به یې یوه ډله د بیا مېشتېدنې د ستراتېژۍ په خاطر رامنځته شي.

محمد امین چې څه کم دوه کاله مخکې د تخلیې په بهیر کې امریکا ته تللی ازادي راډيو ته وویل، هیله لري چې ژر تر ژره په امریکا کې د افغانانو د دایمې مېشتېدنې په اړه پرېکړه وشي.

نوموړی وايي: “موږ افغانان له یو نامطمین حالت سره مخ یو، د امریکا له دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د افغان پناغوښتونکو دا ګونګ حالت پای ته ورسوي او دوی ته قانوني اسناد ورکړي چې دوی دلته په مطمین ډول ژوند وکړي.”

پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال، چې امریکا ته د لېږد په تمه دي
پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال، چې امریکا ته د لېږد په تمه دي

میرویس ځاځی چې په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ د قضیې منل کیدو ته یې په تمه دی، هیله لري چې کانګرس د افغانانو د بیا مېشتیدنې په اړه وړاندیز شوی قانون تصویب کړي.

ښاغلی ځاځی وايي: “که داسې یو اقدام وشي، نه یوازې هغه افغانان چې په امریکا کې دي، یوه دایمي ارامي او اطمنان به ومومي، ورسره به د هغو افغانانو د کېسونو په پروسس کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي چې منتظر دي، امریکا ته لاړ شي.”

په افغانستان کې د جمهوري حکومت له سقوط د امریکا متحده ایالاتو خپل زرګونه همکاران د تخلیې په پروسه کې له افغانستان څخه وایستل او یا یې هم په امریکا کې د پناهغوښتنې په شرایطو برابر وبلل.

د امریکا د پناغوښتنې او کډوالۍ کمېټې د معلوماتو پر بنسټ،شاوخوا زره۷۰ افغانان چې د تخلیې په پروسه کې امریکا ته لېږدول شوي، دا مهال د لنډمهاله بشتردوستانه ویزو (پرول) په اساس په دې هېواد کې ژوند کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سپینه ماڼۍ: په امریکا کې د افغان متحدینو د مېشتېدو لپاره د کانګرس د هڅو ملاتړي یوو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*