د اقتصادي بدلون نندارتون؛ د کورنیو تولیداتو او ښځینه سوداګرو د ملاتړ فرصت

💬0

د اقتصادي بدلون نندارتون؛ د کورنیو تولیداتو او ښځینه سوداګرو د ملاتړ فرصت

په کابل کې د کورنیو تولیداتو او سوداګرو ښځو د ملاتړ په موخه، د یوې خصوصي ادارې له خوا د “اقتصادي بدلون” تر سرلیک لاندې یو نندارتون پرانیستل شو.

د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وویل، د اسلامي امارت تګلاره د کورنیو تولیداتو د ودې، پر وارداتو د تکیې د کمولو او د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال پر رامنځته کولو ولاړه ده.

هغه له مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د بشري مرستو تر څنګ، په بنسټیزو پراختیایي پروژو کې هم پانګونه وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل: «د نړیوالې ټولنې له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، موږ تل غوښتنه کړې چې مرستې یوازې بشري برخې پورې محدودې نه وي، بلکې د افغانستان په اقتصادي بنسټونو او زېربناوو کې هم پانګونه وشي. موږ د هېواد د اقتصادي زېربناوو پراختیا ته ژمن یو.»

د نندارتون تنظیموونکي وایي، د دې نندارتون موخه د سوداګرو ښځو د وړتیاوو معرفي کول او د هغوی له اقتصادي فعالیتونو څخه د کورنیو او نړیوالو بنسټونو د ملاتړ جلبول دي.

د نندارتون جوړوونکي ضیاءالدین زلمي وویل: «د کورنیو تولیداتو او ښځینه سوداګرو د ملاتړ لپاره به ښځو ته ځانګړی بازار جوړ شي، څو خپلې تولیدات پخپله نندارې ته وړاندې او وپلوري؛ داسې چاپېریال چې د اسلامي امارت له اصولو سره سم وي.»

یو شمېر سوداګرې ښځې وایي، دا نندارتون یې د تولیداتو د معرفۍ او د پلور بازار د پراختیا لپاره ښه فرصت دی.

هغوی له حکومت او ملاتړو بنسټونو غواړي چې د بازارموندنې، د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ له لارې د ښځینه متشبثینو د فعالیتونو د پراختیا زمینه برابره کړي.

د نندارتون یوې ګډونوالې فاطمې شیرزاد وویل: «دا ډول نندارتونونه د تولیدي شرکتونو لپاره د بازارموندنې ښه فرصت دی. موخه یوازې د محصولاتو سمدستي پلور نه، بلکې د تولیداتو معرفي کول او د نویو بازارونو موندل هم دي.»

بلې ګډونوالې ثریا احمدي وویل: «له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ښځو ته په نندارتونونو کې د لا ډېر ګډون زمینه برابره کړي، ځکه ډېرې ښځې په کورونو کې تولیدات لري، خو د خپلو محصولاتو د پلور لپاره مناسب بازار نه لري.»

په دې نندارتون کې سوداګرو او متشبثو ښځو په نږدې ۷۰ غرفو کې خپل تولیدات او لاسي صنایع د درېیو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اقتصادي بدلون نندارتون؛ د کورنیو تولیداتو او ښځینه سوداګرو د ملاتړ فرصت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*