د امریکا، اروپايي ټولنې او پاکستان چارواکو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

چارواکو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي
چارواکو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

د امریکا، اروپايي ټولنې او پاکستان چارواکو د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي توماس ویسټ د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره د خپلې لیدنې په اړه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: “موږ د ګډو امنیتي موخو او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون په افغانستان کې د بشردوستانه ملاتړ د وضعیت د اړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.”

د دې ترڅنګ د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بوریل هم له عباس جیلاني سره کتلی دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسول د ایکس په ټولنیزې شبکه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو په اړه د جنیوا غونډه او د اقلیمي بدلون د موضوع په تړاو خبرې وکړې.

د بوریل په وینا، د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په کتنه کې د افغانستان او په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د اندیښنې وړ وضعیت باندې ځانګړې تمرکز درلودی.

دا لیدنې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستاني چارواکو یو پلاوی په کابل کې له افغان مشرانو سره په لیدو کتو بوخت دي.

بلخوا په ملګروملتونو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست نصیر احمد فایق وايي، چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ سپټمبر۲۲ (وږي ۳۱) د ملګرو ملتونو د ۷۸ عمومي غونډې په څنډه کې د افغان میرمنو او نجونو د وضعیت د ارزولو لپاره یوه غونډه جوړه شي.

د جنسیتي تبعیض سره د مبارزې تر عنوان لاندې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ سربیره د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو یو شمیر افغان او امریکايي ملاتړي هم برخه واخلي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د امریکا، اروپايي ټولنې او پاکستان چارواکو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*