د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: امریکا په افغانستان کې د مرستو پر بهیر د څارنې غښتلی سیستم لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د مرستو پر بهیر د څارنې غښتلی سیستم لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا د نړیوالو مرستو د حیف او میل کولو په اړه د افغانستان په بیارغونه د امریکا د څارګرې ادارې یا سیګار د مشر جان سوپکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، دوی په افغانستان کې د مرستو پر بهیر د څارنې غښتلی سیستم لري.

د دې وزارت ویاند متیو مېلر د پنجشنبې په ورځ ناوخته په يو خبري کنفرانس کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، امریکا په افغانستان کې له هغو باوري نړیوالو بنسټونو سره کار کوي چې د افغانستان په څېر په ننګونکو هېوادونو کې د کار کولو پراخه تجربه لري.

هغه زیاته کړه: “موږ ارزونو ته دوام ورکوو ترڅو ډاډمن شو چې مرستې اړو خلکو ته رسېږي. زموږ همکاران د مرستو د ناوړه ګټې اخېستنې د مخنیوي لپاره لازمې تابیاوې لري او که چېرې د مرستو په برابرولو کې له سره غور کولو ته اړتیا وي نو موږ به په دې برخه کې ګامونه واخلو.”

د افغانستان په بیارغونه د امریکا د څارګرې ادارې یا سیګار مشر جان سوپکو د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په خپلو څرګندونو وویل چې طالبان د نړیوالو مرستو د پام وړ برخه خپلو جیبونو ته اچوي.

جان سوپکو ویلي وو چې د امریکا او نړیوالې ټولنې مرستې د ترهګریزو فعالیتونو د تغذیې په سرچینې بدلې شوي دي.

نوموړي ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته هم متحده ایالات د افغانانو تر ټولو ستر مالي مرستندویان دي.

جان سوپکو ادعا کړې وه چې د طالبانو حکومت له بهرنیو پروژو باج اخلي او د مرستو په وېش کې مستقیمه لاسوهنه کوي.

هغه تور پورې کړې وو چې طالبان د ملګرو ملتونو په مرستندویه ادارو فشار راوړي چې د مرستو په وېش کې د دوی کسان شامل کړي.

که څه هم طالبانو د جان سوپکو د دغه راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنې نه وې ځواب کړې، خو له دې وړاندې یې د بهرنیو مرستو په وېش کې لاسوهنه رد کړې وه.

خو یو شمېر بې وزله افغانان چې له سختې بې کارۍ شکایت کوي له ازادي راډيو سره یې په خبرو کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې بهرنۍ مرستې هغه خلکو ته رسیږي چې د طالبانو غړي وي یا هم له دوې سره خپلوي او دوستي ولري.

د کابل اوسېدونکي وزیرګل ازادي راډیو ته وویل: “مخکې هم دغسې واسطې چلېدې او اوس هم. بس چې څوک په طالبانو کې ملګري او انډیوالان ولري، مرستې هم همغوی سره کېږي او دندې هم همغوی ته پیدا کېږي. موږ خو له ډېرې بې وزلۍ ان خپل ماشومان له ښوونځیو راوویستل.”

د ننګرهار اوسېدونکي جان اغا وايي: “په اوونۍ کې دوه ورځې کار پیدا کېږي، پنځه ورځې بې کاره یو چې کور کې د ماشومانو دردونو ته وګورې بیخي له سړي لاره ورکه شي. مرستې خو هغه خلکو ته رسېږي چې څوک اړیکې ولري.”

دوی له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې بشري مرستې باید په خپلو لاسونو له کومې لاسوهنې پرته په بې‌وزله کسانو وویشي.

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې بې وزلي او بې کارۍ اوج ته رسېدلې او افغانان تر بل هر وخت له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

د افغانستان په بیارغونه د امریکا د څارګرې ادارې یا سیګار هم په خپل راپور کې ویلي وو چې افغانان له یوه نااټکل شوي بشري ناورین سره مخ دي.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*