د «امید سبز» ښارګوټي څه باندې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

💬0

د «امید سبز» ښارګوټي څه باندې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي وایي د خپلو کورونو برخلیک ته اندیښمن دي.

د عدلیې وزارت له تازه اعلان وروسته، چې د کابل په “امیدسبز ښارګوټي” کې له ۱۵۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه د امارتي ملکیت په توګه تثبیت شوې، د دې ښارګوټي د یو شمېر اوسېدونکو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د دې ښارګوټي اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې د دوی قانوني اسنادو ته په شفاف ډول رسېدنه وشي او په پرېکړو کې دې د مالکانو حقوق په پام کې ونیول شي.
دوی ټینګار کوي چې خپلې ځمکې یې د معتبرو اسنادو پر بنسټ اخیستي او کورونه یې پرې جوړ کړي دي.

د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکی، حسین‌ علي وايي: « که چېرې دا ښارګوټی امارتي اعلان شي، هغه خلک چې دلته ژوند کوي، به جدي زیان وویني.»

د امید سبز ښارګوټي یو بل اوسېدونکی، زیبر احمد هم وايي: « خلک ناهیلي شوي دي. د عدلیې وزارت هیڅ مسوول تر اوسه نه دی راغلی چې اوسېدونکو ته روښانه کړي، په راتلونکي کې د دې ښارګوټي لپاره څه پلان لري او که به هغوی له خپلو کورونو ونه باسي.»

په همدې حال کې، د دغه ښارګوټي ځینې نور اوسېدونکی له اسلامي امارته غواړي چې د دوی برخلیک دې په لاس کې شته اسنادو پر بنسټ په عادلانه ډول روښانه شي.

د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکی، نجف رضایی په دې اړه وايي: « د ښارګوټي امارتي اعلان کېدل به د خلکو د زیانمنېدو لامل شي. هغه څه چې اوس د اوسېدونکو اندېښنې راپارولي، د دې ځای د مېشتو کسانو برخلیک دی چې څه به پرې وشي.»

بل لور ته، د عدلیې وزارت، پرته له دې چې د ښارګوټي د اوسېدونکو د برخلیک په اړه څه ووايي، ټینګار کړی چې دا ځمکې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې له لوري له ارزونې وروسته، په شپږمې او دیارلسمې ناحیو کې د امارتي ملکیت په توګه تثبیت شوې دي.

د عدلیې وزارت ویاند، برکت ‌الله رسولي ویلي: « دا ځمکې د کابل ښار په شپږمې او دیارلسمې ناحیو کې موقعیت لري، او د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون یې موضوع څېړلې او دوسیه یې په رسمي ډول د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو د قضیو ځانګړې محکمې ته سپارلې ده.»

په وروستیو کلونو کې، د هغو ښارګوټو او ځمکو تثبیت او بېرته اخیستل چې د حکومت له لوري دولتي ملکیت بلل کېږي، په تر ټولو جنجالي ښاري موضوعاتو بدل شوي دي.
خو تر اوسه روښانه نه ده چې د دې ډول ښارګوټو د اوسېدونکو برخلیک به څه شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د «امید سبز» ښارګوټي څه باندې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*