د ایران بشري حقونو سازمان: اوو میاشتو کې ۲۰ افغانان ایران کې اعدام شوي

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چې د ایران حکومت د روان ۲۰۲۴ کال په تیرو اوو میاشتو کې ددغه هیواد په زنداونو کې د ۲۰ افغانانو او ۱۵ ښځو په ګډون تر ۳۰۰ پورې کساناعدام کړي دي.

د ناروې په پایتخت اوسلوکې میشت د ایران د بشري حقونو سازمان، د شنبې په ورځ اګست درېیم ( زمري ۱۳) په یو راپور کې چې ددغه سازمان په انټرنیټي پاڼه خپور شوی ویلي چې اکثره دا کسان د نشه يي توکو په قضیو کې اعدام شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: “د اعدام د حکمونو په پلي کولو کې د یو نسبي کمښت وروسته، چې د ابراهیم رئیسي د مړینې له مهاله د جمهوري ریاست د ټاکنو د ددویم پړاو ترپایه پورې (د مې د میاشتې له ۱۹ څخه د جولاۍ تر پنځمې) د اسلامي جمهوریت [ایران] د اعدام ماشین یوځل بیا چټک شوی.”

په دې راپور کې ویل شوي په تیرو اوو میاشتو کې د ۳۰۰ تنو اعدام شویو کسانوله ډلې ۱۷۲ تنه د نشه يي توکو اړوند مسلو په تړاو اعدام شوي دي. همداشان په دغو اعدام شویو کسانو کې ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کرد، ۲۰ افغانان او ۱۵ ښځې شاملې دي.

دغه سازمان ویلي چې ددغو اعدام شویو کسانو ۴۹ تنه یې د جولاۍ په تیره میاشت کې او ددغه شمیر ۳۶ تنه یې د جولاۍ د میاشتې په وروستیو ۱۱ ورځو کې اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان په دغه هیواد کې د اعدام په شمیر کې د زیاتوالي له امله خبرداری ورکړی او د نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې ددغه هیواد بشري وضعیت په ځانګړي ډول د اعدام مسلې ته دې پاملرنه وکړي.

د ایران حکومت ددغه سازمان راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو په ایران کې مجرمانو په ځانګړي ډول د نشه يي توکو کاروباریانو ته د اعدام سزا ورکول کومه نوې خبره نه ده او د ایران اسلامي جمهوري دولت په علني ډول هم په لسګونو کسان په تیرو څه باندې دریو لسیزو کې اعدام کړي دي.

د ا.ا.حکومت تراوسه د ایران د حکومت له خوا د افغانانو د اعدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی او د ایران د بشري حقونو د سازمان دا راپور یې نه تائید کړی او نه هم رد کړی دی.

ایران او افغانستان حکومتونه له اوږدې مودې راهیسې د بندیانو اوړند مسلو باندې سره په خبرو بوخت دي او په افغانستان باندې واک ته د ا.ا. د بیا رسیدلو دمخه ددغو هیوادونو ترمنځ یو بل ته د بندیانو د سپارلو یو تړون هم لاسلیک شوی چې له مخې یې ایران یو شمیر افغان بندیان افغانستان ته هم سپارلي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت او د قضایه قوې چارواکو د جولاۍ ۱۴ ( چنګاښ ۲۴) ویلي ووچې اوس مهال ددغه هیواد په زندانونو کې د مختلفو جرمنو ترسره کولو له امله پنځه زره ۳۹۹ تنه افغانان بندیان دي..

د ایران د ایسنا خبري اژانس ددغه هیواد قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي له قوله ویلي چې ددغه هیواد په زندانونو کې د پرتو ټولو بندیانو ۹۵ فیصده یې افغانان دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه شمیر افغانان د نشه يي توکو، غلا، د اشخاصو پر وړاندې جرمونو، له سرحد څخه غیرقانوني داخلیدلو، د عمومي عفت پر وړاندې د جرمونو، د ملکیت او امنیت پر وړاندې د جرمونو د ترسره کیدو له امله بندیان شوي دي.

ددغه وزارت د معلوماتو پر اساس افغان بندیان تر ډیره د تهران، خراسان رضوي، اصفهان، یزد، فارس، کرمان، یستان او بلوچستان، البرز، قم، جنوبي خراسان او سمنان په زندانونو کې د خپل بند موده تیروي.

خو د ایران د کورنیو چارو وزارت د هغو بندي افغانانو په اړه څه نه وو ویلي چې لا هم یې دوسیې نه دي بشپړې شوې او یا هم د اعدام د سزا سره مخ دي او ددغه هیواد په زندانونو کې ورځې شپې سبا کوي.

د ایران قضایه قوې د مرستیال په مشرۍ یو پلاوي د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۲۰ (مرغومې ۳۰) کابل ته د سفر پرمهال د ا.ا. د حکومت د چارواکو سره د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د وضعیت، د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو د سپارلو د موافقې او په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو په ستونزو خبرې کړې وې.

د ا.ا. د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ددغو خبرو په اړه رسنیو ته ویلي وو چې د دواړه هیوادونو تر منځ د زندانیانو ستونزو د هواریدو، د زندانیانو د استرداد د موافقتنامې پلي کولو، په اعدام محکوم شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پیداکولو او د افغان مهاجرینو اړوند حقوقي او جنایي برخو کې له یو بل سره د همکاریو ترسره کولو مفصلې خبرې وشوې.

ضیا احمد تکل ویلي چې په دې کتنه کې امیرخان متقي په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت د ارزونې په موخه د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو له خوا له زندانیانو سره د کتلو او په دغه هیواد کې د بندي افغانانو ستونزو ته د لاسرسي د زمینې مساعدولو غوښتنه هم کړې ده.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا کابل ته د کاظم غریب‌ ابادي په مشرۍ د پلاوي د سفر په اړه ویلي وو چې دواړو خواو په دې کتنه کې د یو لړ موضوعاتو په اړه لکه تروریزم او د تکفیري ډلو سره د کلکې مبارزې او په دې برخه کې د ګډې قضایې کمیټې جوړیدل، افغانستان ته د ایران د قضایي تجربو انتقال، د محکومو شویو انتقال او د مجرمانو د استرداد اړوند مسلو خبرې کړې وې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ایران بشري حقونو سازمان: اوو میاشتو کې ۲۰ افغانان ایران کې اعدام شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*