داعش په کابل کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه

داعش د کابل ښار په الوخېلو کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه چې له امله یې په یوه ګاډي کې درې کسان ووژل او څلور ټپیان شول.

داعش خپل تلګرا کانال کې وايي، دا برید یې د څرخي پله زندان پر کارمانانو کړی او له امله یې لس کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ وياند پرون تایید کړه، چې د کابل په الوخېلو کې په يو موټر کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

خالد ځدراڼ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په یوه مرسیډیز ډوله موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یاده مرګ ژوبله اوښتې او په شک یې یو کس نیولی دی.

دا له یوې اونۍ په کم وخت کې دویم ځل دی چې داعش په کابل کې د دوو بریدونو مسوولیت مني.

خالد ځدراڼ ادعا کړې ده چې د چاودنې په تړاو یې « یو مشکوک کس» نیول شوی دی.

د وژل شویو کسانو هویت څرګند شوی نه دی. څو ورځې مخکې هم د کابل د دشت برچې په سیمې په یو موټر باندې د چاودنې له کبله پنځه تنه ووژل شول او حداقل ۱۵ تنه نور ژوبل شول. قربانیان ولسي خلک ښودل شوي دي.

د داعش-خراسان ډلې ادعا وکړه چې د دشتې برچي برید هغوی کړی دی. په برید کې اکثریت هزاره افغانان وژل شوي وو. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په ولسي خلکو باندې بریدونه غندلي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې بریدونه زیات کړي دي.

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ختمه کړه، خو څه موده مخکې ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو او د هغوی د کورنیو شمېر د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ دی. ملګري ملتونه وايي چې د داعش ډله د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې کمپونه، د روزنې ځایونه او پناه ځایونه لري.

همدغه راز څو میاشتې مخکې ګډ امنیتي تړون سازمان، چې روسیه یې مشره ده، وویل چې په افغانستان د داعش څه باندې ۶۰۰۰ جنګیالي فعال دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "داعش په کابل کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*