د ایران دفاع وزارت اړوند يوه زېرمه کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې

د ایران دفاع وزارت اړوند يوه زېرمه کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې
د ایران دفاع وزارت اړوند يوه زېرمه کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې

د جمعې ورځې په سهار د اېران د دفاع وزارت اړوند د موټرو د بيطريو په زېرمه کې اورلګېدنه رامنځ ته شوه. پېښه پلازمينه تهران ته څېرمه رامنځ ته شوې او چارواکو ويلي چې ځاني تلفات نه لري.

رپوټونه وايي د جمعې په ورځ وختي دایران پلازمينه تهران د شمال شرقي سیمې اوسیدونکو د یوې اورلګېدنې له کبله په آسمان کې غلیظ لوګي وليدل. یو ساعت وروسته ېې د ایران دفاع وزارت وويل چې دغه اورلګيدنه د تهران په نوبنیاد سیمه کې د «موټرو د بيطرۍ جوړولو فابرېکې د پلاستيکو په ېوه زېرمه کې رامنځ ته شوې ده.» یاد وزارت زیاته کړې چې دغه زيرمه د انرژۍ د پراختیا منابعو «توان» سازمان پورې اړوند ده.

یاد سازمان بیا د ایران دفاع وزارت پورې تړلی دی.

د ایران د اور وژنې ادارې هم پېښه تائيد کړې ده. د دغې ادارې ویاند وويل: «د سهار شاوخوا یوه بجه د نوبنیاد له ميدان څخه وروسته د شهيد صدر لويې لارې په محدوده کې د اورلګېدنې يوه پېښه رامنځ ته شوه… چې بیا د اور وژنې پنځه دستګاوې د پېښې ځای ته واستول شوې.» 

هغه وويل چې دغه زیرمه دوه زره متره مربع مساحت لري چې په ځينو برخو کې ېې اورلګېدنه رامنځ ته شوې چې لمبې ېې د زيرمې نورو برخو ته د خپرېدو په حال کې ده.

خو ویاند زیاته کړه چې د اور وژنې عملیات ادامه لري او اور په کنټرول کې راوستل شوی دی. هغه وويل چې دغه پېښه ځاني تلفات نه لري.

ویاند په دغه اورلګېدنې کې د احتمالي اوښتو زیانونه په هکله څه ونه ویل. د ایران دفاع وزارت له ډېر پخوا په دغه هېواد کې د پوځي موټرو د ټایونو جوړولو تر ټولو لویه او تر ټولو زرړه فابریکه لري. په وروستیو کلونو کې د ایران پوځ پورې اړوندو صنعتي سیمو کې د پيښو رامنځ ته کېدل ډېر شوي دي.

ایران په اګست میاشت کې پر اسرائيل تور ولګاوه چې د دوی د بالستيک توغوندیو پروګرام د سبوتاژ کولو په هڅه کې دی. ایران ويلي وو چې اسرائيل غواړي مخکې له دې چې ایران دغه توغندي وآزمايي او یا ورڅخه استفاده وکړي، د بهرنیو قطعاتو په ذریعه هغو ته زیان واړوي او یا ېې له منځه یوسي.

په ۲۰۲۲م کال کې د تهران په شرق کې د پرچين په نوم یوه پوځي او د وسلو د پراختیا اډه کې چاودنه رامنځ ته شوه چې یو انجنیر په کې ووژل شو او یو بل ټپی شو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ایران دفاع وزارت اړوند يوه زېرمه کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*