په افغانستان کې د ا.ا. حکومت دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د هېواد سویل ختیځ کې له ډیورنډ “فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې” پر هغو ځایونو انتقامي بریدونه کړي چې پر افغانستان بریدونه پکې تنظیم شوي وو.
د ا.ا. د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي بيبيسي ته وویل: “د هېواد د جنوب ختيځ له استقامته د [ډیورنډ] فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو هغه پټنځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونه تنظمېدل.”
په ځینو نورو راپورونو کې د سرحدي سیمې په نښته او پاکستاني ځواکونو ته د مرګژوبلې خبر ورکوي.
دا نښتې تر هغې څلور ورځې وروسته شوې چې پاکستان د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوایي بریدونه وکړل.ای
خوست کې د پاکستان پرضد لاریون
له دې برید څو ساعته ورسته په خوست ولایت کې یو شمېر خلکو چې د ا.ا. د حکومت بیرغونه یې لېږدول، لاریون وکړ. دوی د پاکستان ضد شعارونه ورکول.
له دې سره هم مهال د ا.ا. حکومت سیاسي کمیسیون د لومړي وزیر د مرستیال مولوي عبد الکبیر په مشرۍ غونډه کړې ده. د باختر دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې په دې غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ له ګاونډي هېواد سره د ستونزو په اړه خبرې شوي.
خو د پاکستان نوم یې نه دی یاد کړی. په دې غونډه کې د ا.ا. حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي امیر خان متقي په ګډون څو سرپرستو وزیرانو برخه لرله.
رپوټ زیاتوي چې دې غونډه کې ټینګار وشو چې د یوه خپلواک هېواد په توګه افغانستان د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې مسؤولیت او د دفاع حق لري.
رپوټ دغه راز زیاتوي چې د ا.ا. حکومت چې دوی یې اسلامي امارت بولي سیمه کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی او سیمه کې باید د داسې ګامونو له اخېستلو ډډه وشي چې ترینګلتیا زیاتوي.
د پاکستان ادعا
پاکستان وایي د دغو بریدونو هدف یې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) وسلهوال وو، خو په افغانستان کې د ا.ا. حکومت وایي د ۴۶ وژل شویو کسانو ډېری ښځې او ماشومان دي.
د پاکستان پوځ هم په یوه اعلامیه کې ډیورنډ کرښې ته په څېرمه سیمو د وسلهوالو بریدونه تایید کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې “د خوارجو فتنه ګرې ډلې” د افغان ا.ا. له سرحدي پوستو ګټه اخیستې او د پاکستان خاورې ته یې د ننوتلو هڅه کړې ده.
د پاکستان پوځ د خوارجو اصطلاح د “ټيټيپي” وسله والو ته کاروي.
دغه هېواد ادعا کوي چې پیل کې د دې ډلې له ۲۰ تر ۲۵ غړو هڅه وکړه چې د کرمې او شمالي وزیرستان له سیمو د پاکستان خاورې ته ننوځي، خو د پاکستان امنیتي ځواکونو په چټک غبرګون د دوی مخه ونیوله.
په اعلامیه کې دا ادعا هم شوې چې پاکستاني ځواکونو د (فتنه ګرو خوارجو) او افغان ا.ا. ۱۵ غړي وژلي او یو شمېر نور یې ټپي کړي دي.
د پاکستان پوځي چارواکو ویلي افغان ا.ا. یې اړ کړي چې له شپږو سرحدي پوستو شاتګ وکړي. پاکستان پوځ په دې اعلامیه کې د ا.ا. حکومت د ترهګریزو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی.
د پاکستان پوځ وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، درې پاکستاني ځواکونه برسیرن ټپي شوي دي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې افغانستان دې پولې ته نژدې د زرګونو پاکستاني طالبانو کوربه دی او د ا.ا. حکومت هغوی ته پناه ورکړې ده. د ا.ا.حکومت چارواکو بیا بیا دغه ادعا رد کړې ده.
پکتیکا کې د پاکستان هوايي بریدونه
د ا.ا.حکومت په وینا په دې بمبارۍ کې ولسي وګړي په نښه شوي، چې ”اکثره یې عام وزیرستاني مهاجرین دي.”
د ا.ا.حکومت د دفاع وزارت تېره چارشنبه (ډسمبر ۲۵مه) پر خواله رسنيو خپره کړې اعلاميه کې دا بريد غندلی و او د ځواب ويلو ګوتڅنډنه يې کړې وه.
په اعلاميه کې ويل شوي وو، “د پاکستاني پوځ له خوا بمبار کې عام ولسي وګړي چې اکثره عام وزيرستاني مهاجرین دي په نښه شوي او د ماشومانو په ګډون يو شمېر ملکي کسان په کې شهيدان او ټپيان شوي دي.”
د ا.ا.حکومت د دفاع وزارت په وینا “د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز بولي او په کلکه یې غندي. پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دغه ډول خپلسری عمل د هېڅ ستونزې حل نه دی. اسلامي امارت به دغه کرغېړن عمل بې ځوابه پرې نه ږدې، بلکې د خپلې خاورې او حریم څخه دفاع خپل حق ګڼي.”
لومړی نظر وکړئ on "د ا.ا.حکومت: پاکستان کې مو پر ځینو “انتقامي برید” کړی، د پاکستان پوځ: د برید مخه مو ونیوه"