د ډېورنډ فرضي کرښې په تړاو د مټیو مېلر څرګندونو ته د ا.ا غبرګون

اسلامي امارت د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګندونو ته په غبرګون کې وایي چې د ډېورنډ فرضي کرښې مسله د واشنګټن پورې اړه نه لري. 

د ذبیح الله مجاهد په خبره، د ډېورنډ فرضي کرښې په تړاو پرېکړه یوازې د کرښې د دواړو خواو ولسونو پورې اړه لري.

ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل: «امریکا په دې برخه کې نه لاسوهنه لري او نه دا د امریکا پورې اړه لري، دا مساله د کرښې دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو ده.»

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مټیو مېلر د ډېورڼد فرضي کرښې په اړه ویلي چې، واشنګټن د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ د دواړو هېوادونو له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مټیو مېلر وویل: « موږ د پولو په تړاو د نړۍوال چوکاټ په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوو.»

څه موده وړاندې له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر، انورالحق کاکړ د ډېورنډ فرضي کرښې په تړاو ویلي و چې اسلام اباد دغه کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ د یوې رسمي پولې په توګه پېژني. 

کاکړ ویلي: « ملګري ملتونه او ۲۰۶ هېوادونو وایي چې دا نړۍوال بارډر دی نو له هغې وروسته افغانان که څه وایي او که نه یې وایي دا د دوی کورنۍ موضوع ده»

د کاکړ له څرګندونو وروسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېر محمد عباس ستانکزي ویلي  وویل چې افغانستان هېڅ کله دغه کرښه د رسمي پولې په توګه نه ده پېژندلې او نه به یې وپېژني.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شېر عباس ستانکزي په دې اړه زیاته کړه: «موږ ډېورنډ کرښه په ټوله عمر کې په رسمیت نه پېژندلی او نه یې پېژنو، دا هغه فرضي کرښه ده چې انګریزانو د افغانانو پر زړه باندې تېره کړې ده، »

له دې سره سم، فارن پالیسي مجلې په یوه راپور کې ادعا کړې چې د افغانستان دولت ۱۳۰ کلنه پوله په رسمیت نه پېژني او د سرحدي سیمو اوسېدونکي یې په پاکستان کې ورانکارۍ کوي.

د سیاسي چارو شنونکي، شمس الرحمن احمدزي وویل: «لکه څنګه چې موږ او تاسو ټولو افغانانو بلکې ټولې نړۍ ته مالومه ده چې ډېورنډ فرضي کرښه ده او هیڅ کله هېڅ چا دې ته نړۍواله پوله نه ده ویلې.»

د سیاسي چارو شنونکي، طارق فرهادي وویل: « د ډېورنډ فرضي کرښه د بریټانیوي هند د اشغال پر مهال د یو انګریز ډیپلوماټ له لوري کښل شوې ده. »

د ډېورنډ فرضي کرښې مساله د افغانستان او پاکستان تر منځ له کلونو راهیسې پرته ده او پاکستان تل ادعا کړې چې دغه کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ رسمي کرښه ده خو افغان لوري تل دغه ادعا رد کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ډېورنډ فرضي کرښې په تړاو د مټیو مېلر څرګندونو ته د ا.ا غبرګون"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*