
د برېښنا ۸۵۰ پروژې؛ ځینې بشپړې او د ځینو نورو چارې بیا پیل شوې دي
د برېښنا سلګونه پروژې چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې، لا هم نه دي بشپړې شوې.
برېښنا شرکت وایي، د برېښنا په بېلابېلو برخو کې ټولټال ۸۵۰ نیمګړې پروژې شته چې د ځینو چارې یې د دغه شرکت له لوري بیا پیل شوې دي او د پاتې پروژو د بشپړولو لپاره مالي سرچینو او عملي اقداماتو ته اړتیا ده.
دغه پروژې د برېښنا د تولید، لېږد او وېش برخې رانغاړي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې موقعیت لري.
د برېښنا شرکت ویاند محمدصادق حقپرست په دې اړه وايي: «زموږ لپاره هغو سیمو کې پروژې لومړیتوب لري چې اړتیا ورته ډېره ده. پر دغو پروژو کار کوو، څو په لنډ ممکن وخت کې یې چارې بشپړې کړو. له دغو پروژو یوه هم د پنجشېر د پارندې د برېښنا بند و، چې موږ یې چارې بشپړې کړې.»
اقتصادي شنونکي وایي، د پروژو نیمګړې پاتې کېدل د برېښنايي زېربناوو د پراختیا بهیر ټکنی کولای شي.
دوی د مالي سرچینو پر برابرولو او د هغو پروژو د بشپړولو پر لومړیتوب ټینګار کوي چې د برېښنا د تولید په زیاتوالي او د لېږد او وېش په ښهوالي کې رول لرلای شي.
اقتصادي شنونکی سیر قریشي په دې اړه وایي: «د دغو پروژو نیمګړې پاتې کېدل په دې معنا دي چې د خلکو کورونو، کارخونو او نورو کاروبارونو ته کافي برېښنا نه ده رسېدلې. دا وضعیت لګښتونه زیاتولای شي. بېشکه، د دغو پروژو بشپړېدل د برېښنا کورنی تولید زیاتولای او د لېږد او وېش برخه هم ښه کولای شي.»
یوه بل اقتصادي شنونکي محمداصف ستانکزی بیا وایي: «د انرژۍ تولید کولای شي په ټولو برخو کې د پراختیا بهیر چټک کړي. په ټکنالوژۍ، د برېښنا او اوبو په وېش، کرنه او ان د محصولاتو په راټولولو کې انرژي یو بنسټیز رکن دی. اړتیا ده چې اسلامي امارت دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي او نیمګړې پروژې ژر تر ژره بشپړې کړي.»
دغه پروژې په داسې حال کې نیمګړې پاتې دي چې افغانستان د خپلې برېښنا د اړتیاوو د یوې برخې د پوره کولو لپاره لا هم پر وارداتي برېښنا متکي دی او په بېلابېلو فصلونو کې د برېښنا له کمښت سره مخ کېږي.
لومړی نظر وکړئ on "د برېښنا ۸۵۰ پروژې؛ ځینې بشپړې او د ځینو نورو چارې بیا پیل شوې دي"