د بښنې نړۍوال سازمان: جرمني باید تر ګواښ لاندې افغانان یوازې پرېنږدي

جرمني کې د بښنې نړۍوال سازمان د دغه هېواد له حکومته غواړي څو هغه افغانان چې له ګواښونو سره مخ دي، بې برخلیکه پرېنږدي. 

 د بښنې نړۍوال سازمان وایي، ۳زره او ۷۰۰ افغانان اسلام اباد کې جرمني ته د راتګ په تمه دي او ۱۵زره هم له افغانستانه د جرمني حکومت سره په اړیکه کې دي. 

جرمني کې د بښنې نړۍوال سازمان ویلي: « نن فډرال حکومت د ۲۰۲۵ کال پر بودیجې خبرې کوي، د دغې بودیجې د احتمالي کمښت قرباني به دغه هېواد کې د افغانانو د قبولي پرواګرام وي. ۳زره او ۷۰۰ اسلام اباد کې په تمه دي او ۱۵زره نور هم افغانستان کې فډرال حکومت سره په اړیکه کې دي، دوی باید ته ګواښ پېښ نشي.»

د کډوالو حقونو فعال طلوع نیوز ته و ویل: « جرمني کې د ځینو کډوالو له لوري وروستي وسله وال بریدونه چې په پایله کې یې ځوان جرمني پولیس و وژل شو، جرمني مجبوره کړ څو ځینې کېسونه چې تر دې مهاله یې نه دي ارزولي و ارزوي او مالوم کړي چې کوم کډوال دغه ډول کارونه ترسره کوي.»

جرمني تر دې وړاندې ویلي و چې دغه هېواد کې میشت ځینې کډوال باسي. 

له جرمني د افغان کډوالو د ایستلو مسله وروسته تر هغې را برسېره شوه چې د اسلام ضد یوې ډلې له لوري په پلان شویو لاریونونو کې یو افغان د جرمني پولیس په ګډون څو نور کسان ټپیان کړل چې پولیس د ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړ. 

دغه هېواد کې ځينې افغان کډوال وایي، د دِې پېښې وروسته جرمني سیاستوال له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کوي. 

جرمني کې افغان کډوال، علي رضا کریمي طلوع‌نیوز ته و ویل: « هغه جنایي پېښې چې افغانان پکې ښکیل و د افغان کډوالو د قبولۍ په برخه کې د سختۍ لامل کیدای شي او کولای شي عمومي  او سیاسي اندېښنې رابرسېره کړي.»

له جرمني د افغان کډوالو د ایستلو مسلې په رابرسېره کېدو سره سم، د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت له دغه هېواده غوښتي و چې افغان کډوال ونه باسي. 

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*