د تحریک انصاف احتجاجيان د اسلام اباد ‘ډي چوک’ ته ورسېدل: دوی څه غواړي؟

د پاکستان تحریک انصاف او د عمران خان پلویانو احتجاجي کاروان د اسلام اباد ‘ډي چوک’ ته ورسېد.

د اسلام اباد کمیسار مرستیال عرفان نواز میمن بي‌بي‌سي ته ویلي چې پولیس او نیمه پوځي ډلګۍ هم د اعتراض کوونکو په مخنیوي کې پاتې راغلې او هغوی په ‘رېډ زون’ کې ‘ډي چوک’ ته ورسېدل.

د ښاغلي میمن په وینا، حالات تر اوسه “سوله‌ييز” دي، خو هغه د دې پخلی نه دی کړی چې د پاکستان حکومت به له احتجاج کوونکو سره خبرې وکړي او که نه.

احتجاج کوونکي څه غواړي؟

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف پلویانو له پیل راهیسې ټينګار کاوه چې په هر حال به ځان د اسلام اباد ‘ډي چوک’ ته رسوي او هلته به تر هغه اعتراضونو ته دوام ورکوي چې عمران خان را خوشې شوی نه وي.

احتجاج

پوځ ‘ډي چوک’ ته څېرمه سیمه کلابنده کړې او لارې کوڅې یې پر کانټېنرونو تړلې وې خو اعتراض کوونکو اوس پر ټولو خنډونو سربېره ځانونه د راټولېدنې تر دغه چوکه رسولي دي.

د عمران خان مېرمن بشری بي‌بي ويلي دي چې “تر څو چې عمران خان موږ ته نه وي راستون شوی، دا لاریون به پای ته ونه رسېږي.”

هغې د علي امين ګنډا‌پور په مشرۍ د تحريک انصاف د کاروان غړو ته په وينا کې وويل، “زه به تر وروستۍ سلګۍ پورې درسره ولاړه یم او تاسو باید زما ملاتړ وکړئ.”

تحریک انصاف مخکې ویلي وو چې په دغه احتجاج کې د ګډون لپاره د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او جنوبي پنجاب له بېلابېلو سیمو خلک ور روان دي.

د ویډیو تشریح، پاکستان اسلام اباد ته د عمران خان پلویانو مخه په کانتینرو نیسي

تاوتریخوالی او د امریکا سپارښتنه

که څه هم پولیسو او امنیتي ځواکونو هڅه وکړه چې احتجاج کوونکي اسلام اباد ته له ننوتو منع کړي خو په دې ترڅ کې د پولیسو او اعتراض کوونکو تر منځ ځای ځای اخ و ډب رامنځ‌ته شو.

پولیسو پر مظاهره‌چیانو ربړي مرمۍ او اوبلن ګاز وکاراوه او امنیتي مسولانو بیا ویل چې احتجاج کوونکو پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کول.

تر اوسه د دغو اعتراضونو پر مهال د پنځو پولیسو د وژل کېدو او د ګڼو نورو د ژوبلېدو خبر ورکړل شوی.

وروسته له پوځ د مداخلې غوښتنه وشوه چې په ترڅ کې یې امریکا پر پاکستان غږ وکړ چې “بشري حقونو او د خلکو بنسټيزو ازادیو ته درناوی وکړي.”

احتجاج

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو مېلر په یوه خبري غونډه کې په اسلام اباد کې د روان احتجاج په اړه د خبریال د پوښتنې په ځواب کې همدا راز له اعتراض کوونکو هم وغوښتل چې له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي.

ښاغلي مېلر وویل، “موږ په پاکستان او ټوله نړۍ کې د بیان ازادۍ او د سوله‌ييزو راټولېدنو ملاتړ کوو. موږ پر احتجاج کوونکو غږ کوو چې مظاهرې دې یې سوله‌ييزې وي او له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي.”

د یادولو ده چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف مشر عمران خان د فساد‌ په تور له څه باندې یو کال راهیسې زنداني دی، هغه تورونه چې دی یې ردوي.

د عمران خان پلویانو تر دې مخکې هم ورته احتجاجونه کړي دي خو د ښاغلي خان د خوشي کولو په اړه د دوی غوښتنه تر اوسه نه ده منل شوې.

وکتل شي چې دا ځل د پاکستان حکومت د دغو مظاهره‌چیانو غوښتنې مني او که نه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د تحریک انصاف احتجاجيان د اسلام اباد ‘ډي چوک’ ته ورسېدل: دوی څه غواړي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*