د عمران خان ملاتړو د پاکستان په پارلمان کې تر نورو زیاتې څوکۍ ګټلي

په پاکستان کې د جمعې په ورځ فبروري ۹ (سلواغې ۲۰) د پارلماني ټاکنو د نیمايي رایو له شمېرل کېدو وروسته د پخواني صدراعظم عمران خان ملاتړي کاندیدان له نورو وړاندې ښودل شوي دي.

عمران خان پخپله په زندان کې دی، د هغه تحریک انصاف ګوند ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په ټاکنو کې برخه واخلي او د ګوند کاندیدان مجبور شوي چې په خپلواک ډول ټاکنو ته ودریږي.

لومړنۍ شمېرنې ښيي چې د ملي اسامبلۍ له ۲۶۶ څوکیو څخه د عمران خان ملاتړو ۴۹ څوکۍ، د مسلم لیګ نواز ګوند ۴۲ او پاکستان پیپلز ګوند ۳۴ څوکۍ ګټلې دي.

د عمران خان ملاتړو کاندیدانو ډیرې څوکۍ د خیبر پښتونخوا په ایالت کې ترلاسه کړي دي.

د ګڼ نفوس لرونکي ایالت پنجاب کې د رایو شمېرنه دوام لري، چیرې چې په تاریخي لحاظ مسلم لیګ نواز ډیرې رایې ګټلي خو د تیر ځل په ټاکنو کې تحریک انصاف ګوند په دغه ایالت کې بریالی شوی و.

په محلي رسنیو کې خپرې شوې غیر رسمي پایلې، په پاتې څوکیو کې چې رایې یې لا ندي شمېرل شوي، خپلواک کاندیدان بریالي ګڼي.

خپلواک کاندیدان د وروستیو پایلو د اعلان وروسته په ۷۲ ساعتونو کې کولای شي له نورو سیاسي ګوندونو سره یو ځای شي، چې دا ډول سیاسي معامله د تحریک انصاف ګوند ممکنه بری له خطر سره مخامخ کولی شي.

په پاکستان کې د ګلوپ نظرپوښتنې ادارې مسئول بلال ګیلاني وویل: “که تحریک انصاف ونه توانید چې حکومت جوړ کړي، خو له دغو ټاکنو څخه څرګنده شوه چې د سیاسي جوړښتونو په وړاندې محدودیتونه شته او دا چې، حتمي نده چې پوځ به تل په خپلو اهدافو کې بریالی وي.”

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي د ټاکنو په ترڅ کې په پاکستان د ناامنیو ۶۱ پیښې رامنځته شوي دي چې زیاتره یې افغانستان ته څېرمه په سرحدي سیمو کې وې.

د ناامنیو په دغو پیښو کې د ۱۰ امنیت ساتونکو په ګډون لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان شوي دي.

د ټاکنو د امنیت ساتلو دپاره په پاکستان کې تر ۶۵۰ زرو زیات پوځیان، ملیشه ځواکونه او پولیس ګمارل شوي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د عمران خان ملاتړو د پاکستان په پارلمان کې تر نورو زیاتې څوکۍ ګټلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*