د تروريزم نړيوال انډيکس راپور: افغانستان کې د تروريستي حملو شمېر کم شوی

د تروريزم
د تروريزم

په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې، په افغانستان کې د تروريزم حملو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی، خو برعکس په پاکستان کې د دې ډول حملو شمېر ۱۲۰ سلنه زیات شوی.

د تروریزم د نړیوال انډیکس د راپور له‌مخې چې پرون د مارچ په ۱۴مه خپور شو او د تېر ۲۰۲۲ کال پېښې رانغاړي په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د تروریستي بریدونو او په هغوی کې د مړینو شمېر په ترتیب سره له ۷۵ څخه تر ۵۸ سلنې پورې کم شوی.

خو په راپور کې راغلي چې، له دې سره سره افغانستان لاهم د څلورم پرله‌پسې کال لپاره له تروریزم څخه تر ټولو زیات زیانمن شوی هېواد دی.

راپور افغانستان او پاکستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې یاد کړي چې، په ۲۰۲۲ کال کې د تروریزم له کبله تر ټولو ډېر زیانمن شوي دی.

د دې راپور له‌مخې تېر کال په پاکستان کې د تروریستي حملو شمېر ۶۴۳ ته ورسېده.

د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې يا داع د مارچ په ۱۲مه په ټلېګرام کې د مزار شريف ښار کې پر تبيان فرهنګي مرکز د بريد مسؤليت ومانه.

چارواکو ويلي وي، پر تبيان فرهنګي مرکز د تېرې ورځې بريد کې يو تن وژل شوی او د خبريالانو په ګډون اته کسان په‌کې ژوبل شوي دي.

خو د افغانستان خبریالانو مرکز وايي، د شنبې په ورځ په مزارشریف ښار کې د تبیان په فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د ستاینې په مراسمو کې د بريد له امله ۳ کسان وژل شوي او د ۱۶ خبریالانو په ګډون تر ۳۰ ډېر ټپیان شوي دي.

تېرو درې ورځو کې مزار شريف کې دوه بريدونه شوي دي چې په لومړي هغه کې يې د بلخ والي داود مزمل ووژل شو چې، د يادې حملې مسؤليت هم داعش ډلې منلی و.

منبع

د تروريزم

لومړی نظر وکړئ on "د تروريزم نړيوال انډيکس راپور: افغانستان کې د تروريستي حملو شمېر کم شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*