د جاپان سمندر ته په لوېدلې امریکایي پوځي الوتکه کې له سپرو شپږو تنو یو مړ شوی دی

د جاپان

د امریکا په یوه پوځي‌ الوتکه کې شپږ تنه سپاره وو چې د جاپان په لوېدیځ کې سمندر ته لوېدلې ده او لږ تر لږه یو تن پکې مړ شوی او دوه نور له اوبو را ایستل شوي‌ دي خو د هغوی حالت معلوم نه دی.

د جاپان سمندري ځواک وایي دا پېښه نن د شورو- چارشنبې په ورځ له یاکوشیما ټاپو درې کیلومیټره لرې شوې او دوی د امریکا د ټیلټ-روټور وي-22 اوسپرې الوتکې ملبه وموندله چې وایي پکې د یو تن مړینه تایید شوې ده.

د رسنیو د رپوټونو له مخې دا پېښه په ځایي وخت شاوخوا درې بجې شوې ده او عیني شاهدانو ویلي، د الوتکې د کیڼ اړخ په انجن باندې اور لګېدلی وو او د پاکې هوا او موسم باوجود یې په نیزدې هوایي میدان باندې د کښېنولو هڅه کوله.

د جاپان سمندري ځواک په الوتکه کې د سپرو کسانو کره شمېر شپږ یاد کړ، چې مخکې په رسنیو کې اته تنه یاد شوي‌ وو.

د جاپان این‌ایچ‌کې خبري رسنۍ وایي دا اوسپرې ډوله الوتکه د یاماګوچي په سیمه کې له ایواکوني امریکایي پوځي اډې څخه په اوکیناوا کې د کاډینا اډې ته روانه وه. دغې رسنۍ د دفاع وزارت د سرچینو په حواله ویلي لوېدلې الوتکه په پایتخت ټوکیو کې د امریکې په یوکوتا هوایي اډې پورې اړه لري.

رویټرز خبري ایجنسۍ د یاکوشیما ټاپو د ځایي ماهیګرۍ د ادارې د استازي له خولې ویلي، د ماهیانو نیوونکو کښتیو په شاوخوا اوبو کې درې کسان موندلي، خو دا یې نه دي ویلي چې په څه حالت کې یې موندلي دي.

د یاکوشیما ټاپو د ځایي انتظامیې ویاند وایي، ماسپښین د دې پېښې په وخت د ټاپو پر هوایي میدان باندې د امریکا یوه بله اوسپرې الوتکه په خوندیتوب سره کښېنستې ده.

ویاند وایي په سیمه کې امریکایي ځواکونو تر اوسه د الوتکې د لوېدو د پېښې په اړه معلومات را غونډوي.

امریکا په جاپان کې شاوخوا 54,000 پوځیان لري، چې زیات یې له سټرېټیجک پلوه په مهم جنوبي ټاپو کې په داسې حال کې پر ځای کړل شوي، چې د چین په جنوبي سمندر کې د چینايي سمندر ځواکونو اثر په زیاتېدو دی.

اوسپرې الوتکه متحرک وزرونه لري، د هلیکاپټر په څېر له مځ:ې پورته کېدای شي او وروسته د عادي الوتکې په څېر پرواز کوي. دا ډول الوتکې په وروستیو کلونو کې د خونړیو پېښو تاریخ لري.

په تېره اګست میاشت کې هم په شمالي اسټرېلیا کې یوه اوسپرې الوتکه لوېدلې وه، چې 23 تنه پکې سپاره وو،‌ د امریکايي ځانګړو سمندري ځواکونو درې کسان پکې مړه شوي او 20 ټپیان شوي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د جاپان سمندر ته په لوېدلې امریکایي پوځي الوتکه کې له سپرو شپږو تنو یو مړ شوی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*