د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان سره د مرستې لپاره د بودیجې کمښت سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټفان دوجاریک وايي چې په مارچ میاشت کې په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام مرستې نیمايي ته راکمې شوې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې د اپرېل میاشتې لپاره په افغانستان کې د ۱۳ مېلیونه اړمنو کسانو د لاسنیوي په موخه د ۹۳ مېلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه زیاتوي، د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره بیا په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو په  موخه ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د ملرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي:«د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی چې، دغه هېواد د وروستۍ پېړۍ په ربعه کې د قحطي تر ټولو لوړې کچې له ګواښ سره مخ دی او له هرو دوو کورنیو یوه کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره له بحران سره لاس او ګرېوان ده. 
د خوړو نړۍوال پروګرام په اپرېل میاشت کې له ۱۳ مېلیونه کسانو سره د مرستو لپاره ۹۳ مېلیونه ډالرو او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.»

له بل لوري په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام لا تر اوسه افغانستان، یمن او ځينو افریقايي هېوادونو ته نیم مېلیون ټُن غنم لېږدولي دي.

مارټین ګریفیټس ویلي:«د خوړو نړۍوال پروګرام له بشري مرستو د ملاتړ لپاره تر اوسه څه باندې نیم مېلیون ټُن غنم افغانستان، ایتوپیا، کینیا، سومالیا او یمن ته لېږدولي دي.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وايي، د بشري مرستو په کمېدو سره به په افغانستان کې یو زیات شمېر اړمنې کورنۍ لاپسې وځپل شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي:«د مرستندویه بنسټونو او نړۍوالې ټولنې له خوا د افغانستان خلکو ته د مرستو کموالی د افغانستان د خلکو په ژوند منفي اغېز لري. له دې امله له نړۍوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان له خلکو سره هم بشري پاله مرستو او هم پراختیايي مرستو ته دوام ورکړي.»

تر دې مخکې ازبیکستاني چارواکو هم افغان ولس ته د بشري مرستو د برابرېدو په تړاو د ملګرو ملتونو له مسوولانو سره خبرې اترې کړې دي.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*