د داعش اختتام

29
16

په نړۍ کې د داعش د پاتې شونو ختمول
کله چې په ۲۰۱۴ کال کې د داعش پروژې خپل ترهګریز فعالیتونه پیل کړل، د جګړې او شخړو خبریالانو او د ترهګرۍ کارپوهانو دې ډلې ته تر حد زیات اعتبار قایل ورکړی.

په داسی حال کی چی دا ډلګی یوازی یو څو نفره مسلکی غله او قطاع طریقان وه. دوی چی په غلا او جنایاتو کی یی کافی تجربه درلودله نو د خپلو مشرانو لپاره د مریتوب او پیسو را ټولولو لپاره یی په اسلامی نړی کی د چلول او د شتمنی د لټولو کار پیل کړ. دوی دغه بشری جنایات د اسلامي حکومت د تأسیس، د مسلمانانو د دفاع، او د اسلام د دښمنانو سره د مبارزه تر عنوان لاندي پیل کړل. خو، ډیر وخت لا نه وتیر سوی چی د عصر د اشرارو اصلی څیره اسلامی أمت ته بربنډه سوه.


داعشیان پوهېدل چي تر ډیره په دوی د مسلمانو په منځ کی باقی پاته نسي. نو، ځکه یی خپل د فعالیت په لمړیو کی ډیر مسلمانان شهیدان او شکنجه کړل، جوماتونه یی وسوځل، او په ښکاره یی د اسلامي مقدساتو سپکاوی پیل کړی. په پای کی، په ۲۰۱۷ کال، ددوی همدا جنایات وه چی د مسلمانانو مقدس احساسات یی را و پارول او په مسلمه امت او غیر اسلامی نړی کی یی په پراخه کچه د داعش د را نسکورولو لړی پیل کړه.
داعش هغه سیمې چې اشغال کړی وی ، له لاسه ورکړې، د دې ډلې مشران یو په بل پسې مردار سول او د ژوند له نعمته بې برخې او جهنم ته واستول سول. خو تر ټولو مُهِم ټکی دا وو چی د دوی اسلام ضده ټګي او نسان ضده جنایات افشا سول. له هغه وخت راهیسی د هری ورځی په تیریدو سره ددي ډلي زیات پاتي شوني یا وژل کیږي او یا هم د قانون منګولو ته سپارل کیږي.

یوازې په تېر یوه کال کې، د داعش سره د تړاو په تور د نیول شویو کسانو شمېر ۴۷۰ ته رسېدلی دی. په هغو هیوادونو کې چې د دغو نیول کیدو ډیری قضیې ثبت سوی دی هغه : روسیه، جرمني، هسپانیه، هند، مغرب، ترکیه، سوریه، عراق او افغانستان دي. لاندې لیست یوازې د داعش د پلویانو د نیول کیدو د تیر کال پیښي دي.
• په نیول شویو ۱۰۳ افرادو کې هغه کسان دي چې د داعش ډلې سره د تړاو او په بریدونو او یا بریدونو کې یې لاس درلود.
• ۸۸ قضيې د هغو کسانو له جملې څخه وې چې په ټولنيزو شبکو کې د داعش په پلوۍ د تبليغاتو او پروپاګنډ کمپاينونو چلول.
• نیول سوی ۵۵ تنه د داعش لپاره د پیسو په انتقال او یا د مالي مرستو د راټولولو په قضایاو کی ښکیل وو.
• د نیول سوی ۴۲ تنه داعشیانو قضیه د د بهرنیو جنګیالیو سره تړاو لري چې د داعش په ملاتړ یی خپلو هیوادونو سفرونه کړی وه.
• په دی لیست کی ۳۰ مورده د ماشومانو او تنکیو ځوانانو اړوند دی چی داعش تری ناوړه استفاده کوله — د دې قضيو شمیر د هغه څه په پرتله لوړ دي چې ذکر سوی دي ځکه چې زياتره هېوادونه د خپلو بنديانو د عمر په ارتباط معلومات نه خپروي.


د داعشیانو د لنډ مهالی استبدادي ځواک بنسټ د جنګځپلو اسلامی هیوادونو پر مظلومو مسلمانو د بریدونو پر شمیر ولاړ وو . چی همدی مسلمانانو داعش داسی دړی وړی کړل. داعشیانو به مسلمانان شهیدانول، مساجد به یی سوځل، او زموږ مقدس دین ته به یی سپکاوی کوی چی د مسلمانانو د خښم سبب سو. همدا د مسلمه امت د قهر د څپو پیل به اصل کی د داعش د خاتمه پیل و، چی د څو میاشتو به اوږدو کی یی داعش نسکور کړی، ددوی تبلیغاتی هڅی یی متزلزله، او ددوی مشران یی یو به بل پسی د جهنم کندی ته ور ټیل وهل. او د جعلی خلافت مدعیان یو په بل پسی د خاوری سره خاوری سو.

شریک یي کړئ

4 Comments on "د داعش اختتام"

  1. گروه داعش از فقر مردم سوی استفاده می کنند هر دولت باید متوجه باشد که مردم بی کار نشود

  2. معلوم نیست جنگ برای چه است

  3. میخواهم که در کانادا زندگی خود ره به پیش ببرم

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*