اسلامي امارت: داعش په افغانستان کې ځپل شوی

اسلامي امارت وايي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته زیان نه‌شي رسولی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي، چې امریکا د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د بد ګمانۍ د رامنځته کولو په هڅه کې ده.

ذبیح الله مجاهد وویل:«امریکایان یا امریکایۍ کړۍ چې دغه خبرې کوي د دې لپاره دي چې خدای مه‌کړه چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ غلط فهمۍ او بدګومانۍ رامنځته کړي.»

له دې مخکې رویټرز د دوو باخبرو سرچینو له خولې خبر ورکړی چې د امریکا استخباراتي سازمانونو تایید کړې، چې په ایران کې دغه چاودنې د داعش خراسان څانګې کړي چې په افغانستان کې مېشته ده. د دغه اژانس په راپور کې راغلي چې له دغو دوو سرچینو یوې هغې ویلي چې، دا اطلاعات ډېر څرګند او نه انکارېدونکي دي.

د رویټرز د راپور په یوې برخه کې راغلي:«دوو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته د جمعې په ورځ وویل چې د متحده ایالتونو لخوا راټول شوي اطلاعات تاییدوي چې په افغانستان کې مېشتې د داعش ډلې په ایران کې دوه چاودنې کړي چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۰۰کسان وژل شوي دي.»

بلخوا، د پوځي چارو ځيني شنوونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د پولو د امنیت ټينګښت ته جدي پام وکړي. دغه شنوونکي دغه‌راز پر دې باور دي چې ترهګرې ډلې په هېواد کې ځای نه‌لري.

د پوځي چارو شنوونکی طاهر یرغل په دې هکله وايي:«اسلامي امارت به هېڅ کله چاته اجازه ورنه‌کړي چې خاوره یې د یوه ګاونډي پر ضد وکارول شي او هېڅ د هېڅ سازمان لپاره دلته ارام بنستر نشته.»

د پوځي چارو شنوونکی متین محمد خېل څرګنده کړه:«اسلامي امارت دې پر هغو ټکو کار وکړي چې د قومونو، ژبو، او ملتونو ترمنځ واټن راغلی. باید دغه واټن له منځه یوړلی شي، خپل ملت په غېږ کې ونیسئ او د استخباراتي  موضوع‌ګانو په هکه باید ډېر دقیق وي.» 

دا په داسې حال کې ده، چې رویټرز«د بېرته راستنېدو لپاره د اسلامي دولت د هڅې »په نوم خپل جلا راپور کې ویلي، چې د داعش ټول مهم جنګیالي له عراقه د افغانستان، سوریې او پاکستان په څېر هېوادونو ته تښتېدلي او ډېری یې د داعش له خراسان څانګې سره چې له افغانستان او پاکستان سره د ایران د پولو په اوږدو کې فعال ده، یوځای شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اسلامي امارت: داعش په افغانستان کې ځپل شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*