لغمان کې د ټرافیکي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې لوړ شمېر د خلکو اندېښنې راپورته

💬0

لغمان کې د ټرافیکي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې لوړ شمېر د خلکو اندېښنې راپورته

د لغمان امنیه قومندانۍ د ټرافیکو مدیریت مسوولین وایي، په تېرو اتو میاشتو کې دغه ولایت کې د ۲۸ ټرافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۱ تنو ژوند بایللی او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

مسوولین زیاتوي چې ډېری دغه پېښې د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار رامنځته شوي او د مخنیوي او د خلکو د خوندیتوب په موخه یې خپلې هڅې پیل کړې دي.

د لغمان امنیه قومندانۍ د ټرافیکو مدیر، حسیب‌الله مبارز وویل: «د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار رېکشې، ټراکټورونه، زرنجونه او لوی او واړه موټر تګ راتګ کوي. په بېلابېلو سیمو کې مو پلټنځایونه جوړ کړي او هغه موټر چلوونکي چې ټرافیکي قوانین نه مراعتوي او یا هغه موټر چلوونکي چې پر نشه‌یي توکو روږدي وي او یا هم په بل لاس مزل کوي، نیول کېږي به او د قانون منګولو ته به سپارل کېږي.»

د شنبې په شپه ناوخته هم د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند مشلې کمر سیمه کې یوه مرګونې ټرافیکي پېښه رامنځته شوه، چې له امله یې د یوې کورنۍ اوو غړو ژوند بایللی و.

د دغې ټرافیکي پېښې د قرباني شوې کورنۍ مشر، محبت خان وویل: «زما زوی نجیب‌الله چې ما په سختیو او تکلیفونو را لوی کړ، تعلیم مې پرې وکړ، ډاکټر شو، خو د الله تعالی په امر یې د ټرافیکي پېښې له امله ژوند پای ته ورسېد او ځانته یې وغوښت.»

د دې کورنۍ غړي، عزیزالله وویل: «ورور مې، ورېندار مې او پنځه یې بچیان وو، ټول په ټرافیکي پېښه کې په حق ورسېدل. د کابل – جلال‌اباد لویه لار ډېره ګواښوونکې او مرګونې ده، د ډېرو افغانانو ژوند یې اخیستی.»

د دغو پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ، د ګڼې ګوڼې زیاتوالی او د ټرافیکي اصولو نه مراعاتول بلل کېږي.

د سیمې اوسېدونکي له اړوندو مسوولینو غواړي چې پر لویو لارو د ټرافیکي څارنې بهیر ګړندی کړي.

د ننګرهار اوسېدونکي، بلال نیکزاد وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې د کابل – جلال‌اباد بدیله لار یعنې دویم لاین سړک ژر جوړ شي او بله خبره دا ده چې په افغانستان کې د پاکستان لاس ښي موټرو چې د ټرافیکي اصولو خلاف دي، ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي. د پاکستان لاس موټرې چې په لویو لارو کې یو له بل مخکې کېږي، نو موټر په بشپړ ډول د سړک منځ ته ځي، چې دا کار د مرګونو ټرافیکي پېښو لامل کېږي.»

د لغمان اوسېدونکي، کشمیر خان وویل: «له اسلامي امارت مو دا غوښتنه ده چې له ټولو موټر چلوونکو دې د لایسنس او جواز سیر جدي پوښتنه وشي؛ څو د سورلۍ ژوند خوندي او د مرګ‌ژوبلې مخه ونیول شي.»

د کابل – جلال‌اباد لویه لار یوه له هغو لارو ده چې ډېری مهال د مرګونو ټرافیکي پېښو شاهده وي. د اسلامي امارت رهبر د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په اړه په صادر کړي پنځه ماده‌ییز فرمان کې د هغو کسانو د نیولو امر کړی چې په لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو لامل کېږي.

د دغه فرمان پلي کېدو د ټرافیکي پېښو د کچې ټیټېدو ته هیلې زیاتې کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "لغمان کې د ټرافیکي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې لوړ شمېر د خلکو اندېښنې راپورته"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*