د داعش په اړه د پاکستان خبرداری: داعش په پاکستان کې د مرکزونو د جوړولو په لټه کې دی

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د داعش ډله هڅه کوي چې په پاکستان کې د ځان لپاره اډې جوړې کړي.

دوی خبرداری ورکړی، چې په ورته وخت کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیت په هم زیاتېدو دی او داعش هم غواړي چې د شیعه ګانو او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خپله تازه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې هېواد یې د انلاین افراطیت اړوند شبکو د له منځه وړلو لپاره له سایبر سپیس څخه په فعاله توګه څارنه کوي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې تر اوسه یې په ټولنیزو شبکو کې د افراطي، حکومت ضد او فرقه ییزو تروریستي مواردو د بندولو ۱۶۵۲۲ شکایتونه ثبت کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې په ۲۰۲۲ کال کې له افراطي وسله والو سره د پاکستان د حکومت د سولې خبرې اترې د پاکستاني طالبانو د نفوذ او د بریدونو د تنظیمولو اصلي لامل بولي.

پاکستان وايي؛ سره له دې چې د پاکستان پر لوېديځه پوله د اغزن تار لګول بشپړ شوي؛ خو طالب وسله والو او د داعش غړو د پاکستان خاورې ته د ننوتو لپاره د اغزن تار ړنګولو ته دوام ورکړی دی.

له تېرو دوو کلونو راهیسې پاکستاني چارواکو ټینګار کړی، چې د دغه هېواد د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ اوربند د ترهګرو ډلو په ګټه پای ته رسېدلی دی.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي؛ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وسله والو ډلو په دغه هېواد کې خپل نفوذ او فعالیتونه زیات کړي دي.

پاکستاني طالبان د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په مختلفو سیمو کې د ځانګړو عملیاتو له لارې د پاکستاني ځواکونو پر ضد بریدونه تنظیموي.

د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو په تازه مرګوني برید کې لږ تر لږه ۲۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او تر ۳۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د افغان کډوالو د ناقانونه ننوتلو د مخنیوي او تنظیمولو لپاره یې د بایومتریک شناختي کارډونو په ورکولو سره د ۱.۴۵ میلیونو کډوالو په اړه معلومات راټول کړي دي.

پاکستاني چارواکو افغان طالبان د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو د تنظیم پر وړاندې په بې کفایتۍ تورن کړي او په دغو بریدونو کې یې د افغانانو پر رول ټینګار کړی دی.

خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې د پاکستان امنیتي ادارې د خپل هېواد په امن کولو کې پاتې راغلې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د داعش په اړه د پاکستان خبرداری: داعش په پاکستان کې د مرکزونو د جوړولو په لټه کې دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*