
د دماغي فلج څهباندې ۱۰ زره ناروغانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي
د دماغي فلج له نړیوالې ورځې سره هممهاله، په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فزیکي بیارغونې مرکز وایي، د روان میلادي کال له پیل څخه د جولای تر میاشتې پورې د هېواد په اوو بیارغونې مرکزونو کې د دماغي فلج له ۱۰ زرو ډېرو ناروغانو ته د درملنې او ملاتړ خدمتونه وړاندې شوي دي.
په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فزیکي بیارغونې مرکز د دماغي فلج برخې مسوول وایي، له دغو څه باندې ۱۰ زرو ناروغانو څخه نږدې ۶ زره یې هلکان او تر ۴ زرو ډېرې یې نجونې دي.
په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فزیکي بیارغونې مرکز د دماغي فلج برخې مسوول مرید احمد راسخ طلوعنیوز ته ویلي: «دماغي فلج یوه عصبي او عضلي ستونزه ده چې دایمي وي؛ له همدې امله اړتیا ده چې د فزیکي بیارغونې داسې مرکزونه موجود وي چې متخصص کسان پکې کار وکړي او دغو ناروغانو ته د اوږدې مودې لپاره اړین خدمتونه وړاندې کړي.»
د اووه کلن سلیم لپاره هر حرکت یو تمرین دی؛ هغه تمرین چې له درېیو کلونو راهیسې په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فزیکي بیارغونې په مرکز کې دوام لري.
ډاکټران هڅه کوي چې د فزیوتراپۍ او ځانګړو تمرینونو له لارې د هغه فزیکي او ذهني وړتیاوې پیاوړې کړي، څو سلیم وکولای شي هغه حرکتونه بیا ترسره کړي چې د نورو ماشومانو لپاره عادي او اسانه دي.
د سلیم پلار سیداکبر طلوعنیوز ته ویلي: «له ډېرو ستونزو سره مخ و، خو اوس ښه شوی او په حالت کې یې بدلون راغلی دی. یوازې سم تګ نه شي کولی، خو د لومړیو میاشتو په پرتله ډېر ښه شوی دی.»
یو کال او درې میاشتنی عمر هم له دماغي فلج سره زېږېدلی او له یوه کال راهیسې په دغه مرکز کې د بیارغونې تر پروګرام لاندې دی. د هغه پلار ته هم ځینې تمرینونه ورښوول کېږي.
د عمر پلار وایي، زوی ته یې له وړاندې شویو خدمتونو او د هغه له نسبي ښهوالي خوښ دی، خو ټینګار کوي چې د دماغي فلج لرونکو ماشومانو د ملاتړ لپاره یوازې یو مرکز بسنه نه کوي او باید په ټول هېواد کې د ملاتړ او بیارغونې مرکزونه جوړ شي.
د عمر پلار ویلي: «له عامې روغتیا وزارت څخه مې غوښتنه دا ده چې په ټول هېواد کې دې دا ډول مرکزونه جوړ کړي.»
د دغو ماشومانو ملاتړ یوازې د سره صلیب د بیارغونې تر مرکز پورې محدود نه دی؛ په کابل کې یو خصوصي مرکز هم د دماغي فلج لرونکو ماشومانو د بیارغونې او ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي. د دغه مرکز کارکوونکي هڅه کوي چې د روزنې، پاملرنې او بیارغونې د خدمتونو له لارې د دغو ماشومانو او د هغوی د کورنیو د ژوند ستونزې راکمې کړي.
په کابل کې د بیارغونې د یوه مرکز مسوولې نیلاب محمدي ویلي: «اړینه ده چې د دې ناروغۍ په اړه لا ډېر عامه پوهاوی ورکړل شي. ډېر داسې والدین شته چې فکر کوي هېڅ حللاره نشته او ډېر ناهیلي دي. ځینې یې د داسې ماشومانو درلودل شرم ګڼي او شرمېږي چې خپل ماشومان له ځان سره کوم ځای ته بوځي.»
دماغي فلج یوه عصبي ـ حرکتي ستونزه ده چې د مغز د زیانمنېدو یا د ودې د اختلال له امله رامنځته کېږي او د بدن پر حرکت، تعادل او همغږۍ اغېز کوي. دا ستونزه ډېری وخت په ماشومتوب کې څرګندېږي او شدت او نښې یې له یوه کس څخه تر بل توپیر لري.
د اکټوبر شپږمه په ۲۰۱۲ کال کې په اسټرالیا او امریکا کې د دماغي فلج په برخه کې د فعالو بنسټونو لهخوا د دماغي فلج د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه. د دې ورځې موخه د دماغي فلج په اړه د عامه پوهاوي زیاتول، د اغېزمنو کسانو د حقونو او ګډون ملاتړ او روغتیايي او بیارغونې خدمتونو ته د هغوی پر لاسرسي ټینګار دی.
لومړی نظر وکړئ on "د دماغي فلج څهباندې ۱۰ زره ناروغانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي"