کرېکټ؛ افغان لوبډلمشر وایي د راشد خان نشتوالی لویه ضایعه خو نورو ته موقع ده

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت شهیدي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې د ستوري لوبغاړي د راشد خان ټپي کېدل لوبډلې ته لویه ضایع ګڼلې خو وایي د هغه نشتوالي له کبله نور لوبغاړي د وړتیا ښوولو موقع موندلی شي.

له شري لنکا سره د درو یو ورځنیو لوبو تر پیل یوه ورځ وړاندې د افغانستان د ستوري راشد خان د ټپي کېدلو خبر مینه وال هېښ کړي خو لوبډلمشر حشمت شهیدي وايي دا په ورته مهال د نویو لوبغاړو لپاره یوه موقع ده چې خپله وړتیا وښيي.

شمت شهیدي ونه ویل چې کوم لوبغاړی به د راشد خان پر ځای په لوبډله کې ولوبېږي خو د ډېرو سترګې په ای پي ایل کې د راشد خان د هملوبډلې نور احمد لکڼوال پر لور دي.

نور احمد یوازې یوه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کړې چې هغه یې هم تېر کال په شري لنکا کې وکړه. په هغه لوبه کې نوراحمد ډېر ونه ځلېد خو د ای پي ایل تجربه او د نړۍ له ښو لوبغاړو سره لوبې به د نور احمد ډاډ تر پخوا ډېر کړی وي.

له افغان لوبډلې سره بل ورو بالر ضیا اکبر دی چې لا تر اوسه یې په نړیوالو لوبو کې موقع نه ده موندلې.

حشمت شهیدي له شري لنکا سره دا لوبې خورا مهمې وبللې، او ویې ویل دا به د روان کال نړیوال جام لپاره د دوی د چمتووالي یوه برخه وي.

له بي بي سي پښتو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې افغان لوبډلمشر وویل “تېر ځل موږ سرېلنکا ته د یوه هدف لپاره راغلي وو، هغه موخه مو دا وه چې نړیوال جام ته مخامخ لاره ومومو، له ښه مرغه په شري لنکا کې د ۱۵ پواینټونو په ترلاسه کولو موږ هغه هدف ته ورسېدو، خو دا ځل به هم لوبې اسانه نه وي، شري لنکا په خپل کور کې لوبه کوي، نو له شرایطو سره دوی روږدي دي، ماتې ورکول به ورته اسانه نه وي خو موږ هم ډاډه یوو.”

کریکټ

حشمت شهیدي وویل په دې لوبلړۍ او ورپسې په بنګله دېش کې د لوبو پر وخت به لوبغاړي ازمويي او د دوی په وینا که کوم ځای کمښت وي د هغه د پوره کولو هڅه به کوي.

د راشد خان

“د نړیوال جام لپاره زموږ په خیال کې ۲۲ لوبغاړي دي، نه غواړو چې ډېر یې بدل رابدل کړو. له دغې ډلې ۱۹ لوبغاړي له موږ سره په سرلېنکا کې دي او درې نور به هم د غوراوي د کمېټې له خوا غوره شي.”

دغه کیڼ لاسي منډه جوړونکي چې په ټسټ لوبو کې د غبرګې سلیزې لرونکی د افغانستان لومړنی لوبغاړی دی باوري دی چې د هند په مخکښ شل اوریز لیګ ای پي ایل کې د افغان لوبغاړو لوبېدل به له ملي لوبډلې سره مرسته وکړي چې په نړیوال جام کې وځلېږي.

د راشد خان

نړیوال جام سږکال د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې په هند کې کېدونکی دی.

کریکټ

په ای پي اېل کې سږ کال د افغانستان پنځه لوبغاړي ولوبېدل چې په هغو کې دوه تېز بالران فضل حق فاروقي او نوین الحق، ویکټ ساتونکی او د پیل منډه جوړونکی رحمن الله ګوربز او دوه ورو بالران راشد خان او نور احمد وو.

نوین الحق د شري لنکا په سفر کې له ملي لوبډلې سره نشته او دلیل یې حشمت شهیدي دا ګڼي چې ګواکې نوین الحق یو ورځنۍ لوبې نه غواړي. نوین الحق تېر کال په استرالیا کې د شل اوریز نړیوال جام لپاره د چمتووالي لپاره له افغان کرېکټ بورډه غوښتي و چې دی دې یوازې شل اوریزو لوبو ته پرېښودل شي خو دغه ځوان لوبغاړی وایي هغه هیله یې یوازې تر هغه شل اوریز جامه وه.

د راشد خان

له حشمت شهیدي سره د بي بي سي پښتو تلویزیون ځانګړې بشپړه مرکه نن ( پنجشنبه د جون لومړۍ) د بي بي سي پښتو تلویزیون په خپرونه کې چې د کابل پر وخت د ماښام شپږ بجې پیلېږي هم خپریږي. د دې مرکې بشپړه بڼه به وروسته له بي بي سي پښتو وېیبپاڼې او خواله رسنیو هم لیدلی شئ.

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ؛ افغان لوبډلمشر وایي د راشد خان نشتوالی لویه ضایعه خو نورو ته موقع ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*