د راولپنډۍ پوليس: د اډياله پر زندان مو د درې افغان بریدګرو د برید هڅه شنډه کړې

د پاکستان د پنجاب ایالت د راولپنډۍ پوليسو ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو د تروریزم پرخلاف د څانګې (CTDسره یې په ګډه په اډیاله زندان د یو لوی تروریستي برید مخه نیولې ده.

د راولپنډۍ د پوليسو مشر (سي پي او) سيد خالد همداني ویلي، درې ترهګر یې د درنو وسلو او مهماتو سره ددې برید په تړاو نيولي دي.‏

د پولیسو دغه مشر د پنجشنبې په ورځ مارچ اووم (کب۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددې برید په تړاو یې درې ترهګر چې هغه ویلي د افغانستان اوسیدونکي وو هم نیولي دي.

سيد خالد همداني ویلي: “دا ترهګر د افغانستان دي، درې تنه ترهګر د پلټنو لپاره خوندي ځای ته انتقال شوي دي.”

د پولیسو دغه مشر زیاته کړې چې له ترهګرو څخه د اډياله زندان نقشه، لاسي بم او آی اي ډي، او اتومات وسلې هم ترلاسه شوي دي”.

خو پوليسو د نيول شوو کسانو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.‏

راولپنډۍ ښار د اسلام اباد سره جوخت پروت دی او اوس مهال د راولپنډۍ په اډياله زندان کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی ‏وزيراعظم عمران خان ساتل کیږي.‏

د پاکستان پولیسو په اډیاله زندان باندې په دغه برید کې د افغانستان د اوسیدونکو د لاس لرلو ادعا په داسې حال کې کړې چې ددې دمخه د دغه هیواد د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په ګډون یو شمیر لوړپوړو چارواکو په پاکستان کې د تروریستي پیښو په ځانګړي ډول ځانمرګو بریدونو کې د افغانانو د لاس لرلو ادعاوې کړي دي.

د روان ۲۰۲۴ کال جنورۍ په ۲۴ د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په اسلام اباد کې د دغه هیواد د پوهنتونونو زده کوونکو ته په وینا کې ویلي وو چې: “کله چې د ‏هر یو پاکستاني د امنیت او خوندیتوب خبره راشي نو ټول افغانستان تباه يا رټل کېدای شي”.‏

خو د طالبانو حکومت په پاکستان کې په تروریستي بریدونو کې د افغانانو د لاس لرلو ادعاوې بې اساسه بللي دي.

د طالبانو د ځواکونو د پوځ لوی درستیز قاري محمد فصيح الدين فطرت د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير دا څرګندونې “د سپکاوي ډکې بللې” وې.‏

د طالبانو حکومت تراوسه د راولپنډۍ د پولیسو د مشر دغو تازه څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د راولپنډۍ پوليس: د اډياله پر زندان مو د درې افغان بریدګرو د برید هڅه شنډه کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*