د زړو بانکنوټونو په اړه د کابل ښاریانو اندېښنې او ستونزې

💬0

د زړو بانکنوټونو په اړه د کابل ښاریانو اندېښنې او ستونزې

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د بانکنوټونو له زړېدو شکایت کوي.

د هغوی په وینا، زړې او خرابې پیسې د ورځنیو راکړو ورکړو پر مهال ستونزې رامنځته کوي.

د کابل اوسېدونکی محمدخسرو وایي: «اوسنۍ لس افغانۍ تر سلو افغانیو پورې بانکنوټونه ډېر زاړه شوي او کله ناکله د کار وړ نه وي. په دې برخه کې ښځې هم باید ډېر پام وکړي، ځکه پیسې تر ډېره د هغوی له لارې زړېږي.»

یو بل اوسېدونکی، عبدالکبار، وایي: «زړې پیسې ډېرې شوې دي او زموږ ورځنۍ پېر او پلور یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.»

خیرمحمد چې له ۱۷ کلونو راهیسې دوکانداري کوي، وایي په وروستیو کلونو کې زړې پیسې نه یوازې په راکړه ورکړه کې ستونزې جوړوي، بلکې ځینې پېرودونکي یې له منلو هم ډډه کوي، چې له امله یې په بازارونو کې کوچني خو تکراري جنجالونه رامنځته کېږي.

خیرمحمد زیاتوي: «نن مې یوه جوړه بوټان وپلورل، پېرودونکي ته مې یوه پنځوس افغانۍ ورکړه، خو ځکه یې وانخیسته چې زړه وه، ان له پېرودلو هم تېر شو.»

یو شمېر نور بیا د بانکي سیستم د ډیجیټلي کېدو او د ورځنیو مالي راکړو ورکړو د برېښنايي کېدو غوښتنه کوي.

د کابل یو بل اوسېدونکی محمدادریس وایي: «د بانکي کارتونو کارول یوه اسانه حل‌لاره ده؛ نه پیسې زړېږي او نه هم په ورځنیو راکړو ورکړو کې جنجال رامنځته کېږي.»

فواد هم وایي: «که له چا سره نغدې پیسې نه وي، کولای شي د خپل بانکي کارت له لارې توکي وپېري.»

بل لور ته د افغانستان بانک وایي، په تېرو څلورو کلونو کې یې د بانکي سیستم د ډیجیټلي کولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

د افغانستان بانک ویاند، حسیب‌الله نوري وایي: «اوس مهال د (FP Card) په نوم کارت لرو چې خلک کولای شي له ګڼو اسانتیاوو ګټه واخلي؛ لکه له یوه حسابه بل حساب ته د پیسو لېږد، د کریډیټ زیاتول، د برېښنا بیل ورکول او په ځینو ځایونو کې د مالیاتو تادیه.»

تر دې وړاندې د افغانستان بانک ویلي وو چې نږدې ۴ میلیارده او ۴۵ میلیونه افغانۍ له دورانه ایستل شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د زړو بانکنوټونو په اړه د کابل ښاریانو اندېښنې او ستونزې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*