
د سېلابونو درېیمه ورځ؛ نورستان کې د لادرکه کسانو د موندنې عملیات دوام لري
د درې ورځو په تېرېدو د لا هم د څلورو کسانو جسدونه نه دي موندل شوي؛ خو د لټون عملیات یې لا هم روان دي.
د نورستان په پارون کې د هغو دوو د خویندو د جنازې مراسم دي چې درې ورځې وړاندې مرګوني سیلاب یې مېنه ړنګه کړه.
خو له دریو ورځو پرله پسې هلو – ځلو وروسته یې نن (چهارشنبه) جسدونه وموندل شول.
د نورستان اوسیدونکی، فضل الرحیم وايي: «نن زموږ په کلي کې د یوې ١٥ کلنې نجلۍ او یوې شپږ کلنې نجلۍ چې دواړه خویندې وې، خونړي سیلاب ژوند واخېست او نن پر درېیمه ورځ یې جسد پیدا او جنازه یې ادا شوه.»
د نورستان اوسیدونکی، سلمان دانش هم وايي: «د نورستان په پارون کې د وړمې ورځې سیلاب جدي ننګونې را منځته کړي، لسګونه ځایي خلک یې شهیدان او ټپیان کړي دي. همدا رنګه د نورستان مرکز پارون په سوداګرۍ او کار – روزګار اباد و، چې دې وېحاړونکي او مرګوني سیلاب یې هر څه له منځه یوړل.»
بلخوا مسوولین وایي، تر دې مهاله د سیلاب له اغېزمنې سیمې یو شمېر جسدونه موندل شوي او د نورو لا درکه کسانو د موندلو په موخه د پلټنې او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
د نورستان والي ویاند، فریدون صمیم بیا وايي: «نن د سیلابونو له امله تر خاورو لاندې شویو کسانو د موندلو عملیاتو درېیمه ورځ ده، تر اوسه د بېلابېلو ادارو د مرستندویه ادارو پر مټ د ٢١ کسانو جسدونه موندل شوي؛ خو لا هم څلور پاتې جسدونه نه دي موندل شوي او د لټون عملیات یې روان دي، چې تر موندلو وروسته به یې خپلو کورنیو ته وسپارو، ښایي په دغو ارقامو نور هم زیاتوالی راشي؛ ځکه د یو شمېر کسانو کورنۍ پیدا نه شي، ممکن چې هغوی له دې سیمې نه وي او کورني سیلانیان وي.»
ختیځ کې د ٢٠١ خالد ابن ولید قول اردو ویاند، وحید الله محمدي هم همداسې وايي: «د سیلاب له را مځته کېدو سره سم د شپې پرمهال د ملي اردو ځواکونه د مرستو په موخه رسېدلي وو، چې د همدوی له لوري له لومړۍ ورځې تر دا مهاله تر خاورو لاندې جسدونو د موندلو عملیات روان دی، همدا راز د ملي اردو ځواکونو له زرو سیلاب ځپلو کورنیو سره د پخو خوړو او خوراکي توکو مرسته هم رسولې وه.»
د نورستان د عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا وایي، د وروستیو خونړیو سیلابونو له امله تر دې مهاله ۱۲۰ ټپیان د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د مسوولینو په وینا، د ډېری ټپیانو روغتیايي وضعیت له درملنې وروسته ښه شوی او بېرته خپلو کورونو ته رخصت شوي.
د عامې روغتیا وزارت د بړنیو پیښو ته د رسېدنې مسوول، عبدالستار صحت داسې وايي: «موږ له ځان سره روغتیایي ټیم، درمل او اړین درملیز کېټونه له ځان سره راوړي؛ ترڅو د سیلاب ځپلو ستونزو ته رسېدنه وشي.»
د نورستان د عامې روغتیا رییس، عابد نیازی و ویل: «تر اوسه د نورستان ولایتي روغتون ته ١٢٠ ټپیان راوستل شوي؛ خو ښایي یو شمېر ټپیان د نورستان نورو ولسوالیو روغتونونو او یا هم د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي وي؛ ځکه د نورو پاتې ټپیانو شمېرې به له هغوی سره وي او له موږ سره تر دا مهاله جمع شوي نه دي.»
د نورستان د سیمه ییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې دې خونړي سیلاب د نورستان مرکز پارون اړون
لومړی نظر وکړئ on "د سېلابونو درېیمه ورځ؛ نورستان کې د لادرکه کسانو د موندنې عملیات دوام لري"