د شاه رخ خان «پټان» فلم د هندي فلمونو د خرڅلاو ریکارډ مات کړ

د هندي سینما د تکړه ستوري شاه رخ خان نوي فلم پټان چې تېره اوونۍ خپور شو، په هندي سینما کې د خرڅلاو ریکارډ مات کړ. دې فلم بالیوډ ته چې په دې وروستیو کې وړاندې کړل شوي فلمونه یې ډېر بريالي نه ول، نوې هیله پیدا کړې ده.

د هندي سینما د تکړه ستوري شاه رخ خان نوي فلم پټان چې تېره اوونۍ خپور شو، په هندي سینما کې د خرڅلاو ریکارډ مات کړ. دې فلم بالیوډ ته چې په دې وروستیو کې وړاندې کړل شوي فلمونه یې ډېر بريالي نه ول، نوې هیله پیدا کړې ده.

د سوداګرۍ شنونکي تاران ادارش د یکشنبې په ورځ ټویټ وکړ چې “پټان” فلم په هند کې د خپل ریلیز په لومړۍ او دویمه ورځ د هندي فلمونو ترټولو لوی پلور ثبت کړ.

د دغه فلم د خرڅلاو اندازه د خپریدو په لومړیو پنځو ورځو کې د هند په باکس آفیس کې دوه نیم میلیارده هندي کلداري، چې د ۳۰ میلیونو امریکایي ډالرو معادل کیږي بلل شوې.

د یاش راج فلم د معلوماتو له مخې، چې پټان فلم یې جوړ کړی، د دې فلم د نړیوالو ټکټونو پلور یوازې په دریو ورځو کې له یو میلیارد هندي روپیو (۱۳،۷ میلیونه ډالرو) څخه اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هندي ژبې د بالیووډ فلمونه د کرونا له امله د سینماګانو د تړل کيدو له کبله د یو کلن ځنډ وروسته له ستونزو سره مخ شوې وو.

د يو شمير سینماګانو مالک اکشې راتي، د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل: “زه فکر کوم چې د “پټان” فلم د پرانستلو بې ساري بریالیتوب دا په ګوته کوي چې موږ په هند کې د سینما په توګه کوم لور ته روان یو.”

هغه زیاته کړه: «دلته موږ په سینما او تیاترو کې د لمانځلو پخوانۍ طریقې ته راستانه شوي یو».

تمه کیده چې تر څلورو کلونو وروسته به د ۵۷ کلن شاه رخ خان د پټان فلم له همدارنګه هرکلي سره مخ شي.

آرشیف: د هند په کلکته کي د پټان فلم لیدونکي

شاه رخ خان چې د خلګو په مینځ کي په «King Khan» يا “پاچا خان” مشهور دی، په نړۍ کې ډېر مینه وال لري. په دې فلم کې د بالیووډ اداکاره ډیپیکا پاډوکون او د اکشن هیرو جان ابراهام هم شتون لري.

په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي ویډیوګانې ښیي چې په هندي سینما کې مینه وال د پټان فلم د لیدو پر مهال نڅا او خوشحالۍ ​​کوي.

پټان او د بالیووډ نور فلمونه – په ځانګړي توګه هغه ستوري چې د لږکیو هندي مسلمان ستورو لکه خان پوري تړلې – په وروستیو میاشتو کې په ټولنیزو رسنیو کې د هندو ښي اړخو لخوا انتقاد شوي او د دوی د بندیز غوښتنه شوې.

هندو افراطي ډلو د پټان پر فلم د بندیز غوښتنه ځکه کړې چې پاډوکون د فلم په یوه سندره کې زعفراني رنګه بیکني اغوستې، هغه رنګ چې د هندو مذهب سره تړاو لري.

باید وویل شي چې تیر کال، د سویلي هند فلمونه لکه د تلګو ژبې فلم RRR د بالیووډ ترټولو لوړ عاید لرونکي فلمونه وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د شاه رخ خان «پټان» فلم د هندي فلمونو د خرڅلاو ریکارډ مات کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*