د شپږیزې کرېکټ لیګ پایلوبه؛ بند امیر ښاماران د امو نهنګانو پر وړاندې لومړۍ توپوهنه کوي

د افغانستان د کورني کرېکټ د تر ټولو په زړه پورو سیالیو شپږیزې لیګ پایلوبه نن (شنبه) کابل کې پیل شوې چې پکې د حشمت الله شهیدي په مشرۍ د بند امیر زون لوبډله د عظمت الله عمرزي په لوبدلشمرۍ د امو زون پر وړاندې لوبېږي.

د دغې لوبې پچه (ټاس) حشمت الله شهیدي وګټله او خپله یې لومړۍ د توپوهنې پرېکړه کړې.

په دغو دواړو لوبډلو کې د ملي لوبډلې ځینې پیاوړي او د کورني کرېکټ یو شمېر ځلیدلې لوبغاړي لوبېږي.

د تېر برعکس چې یو شمېر لوبغاړي به د بولیو له لارې اخیستل کېدل، سږ کال افغان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې لوبغاړي په پنځو لوبډلو وېشلي وو.

امو نهنګان، بند امیر ښاماران، بست ساتونکي، سپین غر زمریان او میس عینک لوبډلو په سږنیو سیالیو کې برخه درلوده، چې بند امیر ښاماران او امو نهنګانو یې پایلوبې ته لار وموندله.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د یوه ورځنیو لوبو کپتان حشمت الله شهیدي د بند امیر او عظمت الله عمرزی د امو نهنګانو لوبډلمشري کوي، چې لومړی ځل یې پایلوبې ته لار موندلې.

وړمه ورځ د ګروپي سیالیو په پای کې بند امیر ښامارانو او او امو نهنګانو هر یوه د لسو نومرو له ترلاسه کولو وروسته د جدول په سر کې ځای وموند او پایلوبې ته ووتل.

له پایلوبې مخکې صدیق الله اتل په سږ کال سیالیو کې د منډو جوړولو له پلوه تر ټولو مخکښ و او ۳۴۸ منډې یې کړې وې.

د شپږیزې سیالیو په ترڅ کې خورا ګڼ شمېر کرېکټ مینه وال په لوبغالي کې لیدل کېدل.
د عکس تشریح، د شپږیزې سیالیو په ترڅ کې خورا ګڼ شمېر کرېکټ مینه وال په لوبغالي کې لیدل کېدل.

زبید اکبري ۲۹۶، دروېش رسولي ۲۷۳، عبدالمالک ۲۶۱ او وفي الله تره خېل له ۲۵۵ منډو سره یو په بل پسې د ډېرو منډو له پلوه تر نورو وړاندې وو.

الله محمد غضنفر بیا د ۱۷ وېکټو له ترلاسه کولو وروسته د بالینګ یا توپ اچوونې په برخه کې تر ټولو مخکښ ثابت شو. حمزه هوتک ۱۳، فضل حق فاروقي ۱۲، ننګیال خروټی ۱۱ او شرف الدین اشرف د ۱۱وېکټو په ترلاسه کولو سره په ترتیب سره دویم، درېیم او څلورم ځای خپل کړ.

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو سږنۍ لوبې د روان ۲۰۲۴م کال د اګست پر ۱۲مه پیل شوې او د ارام له ورځو پرته هره ورځ به دوې لوبې کېدې.

افغان کرېکټ بورډ په ۲۰۱۳ کال کې شپږیزې په نامه شل اوریزې کرېکټ سیالۍ پیل کړې، چې سږ کال یې په کابل کرېکټ لوبغالي کې د نهم پړاو سیالۍ وشوې.

د نړیوال کرېکټ افغان ستوري راشد خان هم په دې سیالیو کې د سپین غر پړانګانو لوبډلمشري کوله او نژدې پنځه کاله وروسته یې لومړی ځل په خپل هېواد کې لوبه وکړه.

لوبه به د کابل په وخت د ورځې په ۱۱ بجې په کابل لوبغالي کې کېږي.
د عکس تشریح، لوبه به د افغانستان په وخت د ورځې په ۱۱ بجې په کابل لوبغالي کې کېږي.

د یادونې ده، چې تېر ۲۰۲۳ کال کې دغه سیالۍ و نه شوې او د نهم پړاو سیالۍ سږ کال ته وځنډېدې.

په سږنیو سیالیو کې هېڅ یوه بهرني لوبغاړي ګډون نه و کړی، خو د افغانستان کرېکټ د مشهورو لوبغاړو تر څنګ پکې ګڼ شمېر ځوانو لوبغاړو برخه درلوده، چې ځینې یې خورا ښه وځلېدل.

د سږ کال په سیالیو کې نه یوازې هېڅ یو بهرنی لوبغاړی نه و اخیستل شوی، بلکې د وفادار مومند، عبدالله عادل، شوکت زمان او بهار علي په ګډون ځینې افغان لوبغاړي هم چې په تېرو سیالیو کې شامل وو، په سږنیو سیالیو کې نه وو اخیستل شوي.

شپږیزه لیګ داسې مهال کېږی چې افغانستان کرېکټ بورډ تېره میاشت د غازي امان الله خان لېست اې یو ورځنۍ سیالۍ او له هغې مخکې د قوشتیپې شل اوریزه جام کورنۍ سیالۍ هم ترسره کړې.

د ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي وايي، په پام کې ده، چې فرسټ کلاس یا لومړۍ درجه کرېکټ او دغه راز د زرغون جام سیالۍ هم وشي، چې د نوموړي په خبره همدا کورنۍ سیالۍ د کرېکټ بنسټ دی، چې د افغانستان کرېکټ راتلونکی په همدې ځوانو لوبغاړو پورې تړلی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د شپږیزې کرېکټ لیګ پایلوبه؛ بند امیر ښاماران د امو نهنګانو پر وړاندې لومړۍ توپوهنه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*